د لاس رسي وړ اتصالات

د ولسمشر غني په دفتر کې اور لګېدنه


لا د اور لګېدو علت معلوم نه دی

د ګلخانې د ماڼۍ دننه د اوروژلو لپاره اطفائیه وربلل شوې وه او د پخواني پاچا امان الله خان د کارمیز له سوځیدلو وساتل شو.

د افغانستان د جمهوري ریاست ویاند تاید کړه چي د جمهوري ریاست په ګل خانۍ ماڼۍ کې اور لګېدلی و.

ویاند هارون چخانسوري وايي چې اطفايي ژر را ورسېدې، اور یې مړ کړ او د "ډېر زیان" مخه یې ونیوله. مګر په اور کې د ګل خانۍ ماڼۍ ځینې برخې سوځېدلې دي.

د ګل خانۍ ماڼۍ په ودانۍ کې د افغان ولسمشر د کار دفتر دی. افغان ولسمشر پدغه ودانۍ کې معمولآ له خپلو لوړ پوړیو میلمنو سره غونډې هم کوي. لا د اور د لګېدو علت معلوم نه دی.

ښاغلي چخانسوري په خپل ټویټر کې لیکلي دي" په اور کې د امان خان او نورو مهم تاریخي اسنادو ته زیان نه دی رسیېدلی."

په همدې حال کې د افغانستان د مخکني ولسمشر حامد کرزي یو ویاند سیامک هروي په ارګ کې په یوې دیوالي بخارۍ کې د اور په لګولو انتقاد کړی دی.

د ارګ په یوې خپاره شوي تصویر کې ښودل کیږي چې د ښاغلي غني او جنرال دوستم د ملاقات پر مهال پر یوې دیوالي بخارۍ کې اور بل دی.

که څه هم لا معلومه نه ده چې د ارګ اور له همدغې بخارۍ لګېدلی که نه خو، ښاغلي هروي په خپل فیسبوک کې لیکلي دي چې پخوانیو ولسمشرانو او مشرانو هېڅکله هم د اور لګېدو له ویرې د ارګ دیوالي بخارۍ نه بلولې.

XS
SM
MD
LG