د لاس رسي وړ اتصالات

دامریکا پنځه پخواني ولسمشران له توپان ځپلیو سره مرسته کوي


په پخوانیو جمهورو رئیسانو کې ښي خواته براک اوباما، بیل کلنټن، جورج بش ، جورج ایچ ډبلیو بش، او جیمي کارټر د ملي سرود په وخت کې خپل لاسونه پرسینه ایښی دي. کالج سټېشن، ټکساس، د اکتوبر ٢١ مه ٢٠١٧ کال

دمتحدو ایالاتو پنځو پخوانيو جمهورورئیسانو جیمي کارټر، جورج ایچ ډبلیو بش، بیل کلنټن، جورج ډبلیو بش او براک اوباما د ټکساس په ایالت کې په یوه خیریه کنسرت کې برخه واخیستله.

ولسمشر ډانلډ ټرمپ د یووالی د څرگندولو لپاره د پنځو ژوندیو پخوانیو ولسمشرانو نه مننه وکړله چې د سمندري توپان د ځپل شو یو لپاره ېې د مرستو د ټولولو په هڅو کې برخه اخیستی ده.

د متحدو ایالاتو جمهوررئیس ډانلډ ټرمپ وویل: جمهوررئیس جیمي کارټر، جورج ایج، ډبلیو بش، بېل کلنټن، جورج ډبلیو بش، او براک ا وباماته! میلانیا او زه غواړو خپله ژوره قدرداني او امتنان ستاسې د سترو مرستو لپاره څرگند کړو.

دغه خیریه کنسرت پرون د اې اینډ ایم په پوهنتون کې ددې لپاره جوړ شوی و چی د سمندری توپان ځپلو خلکو سره مرسته وشي.

پخواني ولسمشر جیمی کارټر د پخوانی ولسمشر جورج ایچ ډبلیو بش هغه پروژه وستایله چې هغه ېېد خپلې خوښې د کارونو په برخه کې پرمخ بیايی او دهغه قدرداني یی وکړله.

د متحدو ا یالاتو پخوانی جمهوررئیس جیمي کارټر وویل: زما لپاره داد سترې خوشالۍ ځای دی چې دلته له نورو جمهورورئیسانو سره واوسم او او هغه پروژه چی درڼا سرچینه ده پرمخ بوزو. ماد څوکلونو راهیسی لیدلی دی چی هغه داکار کوي."

پخواني ولسمشر بیل کلنټن وویل راځۍ موږ د هغو کارونوکولو ته په گډه اوږه ورکړو چې پکارده وې کړو او داثابته کړوچې دامریکا زړه دامریکا له ستونزو نه ډیرغټ دی. هغه زیاته کړله چې: په ټکساس، فلوریډا، پورټوریکو او دامریکا په وېرجن آیلنډز کې کارصرف شروع شویدی؛ هغوی لههغه څه نه د وتلو هڅې کوي چی تراوسه پورې لا ستره غمیزه، فاجعه او مصیبت دی. خو یو نوی پیل هم گڼل کېدلی شي.

په دغه کنسرت کې یوشمیر نومیالیو او وتلو هنرمندانو لکه لیډي گاگا، او گټلېن برادرز ډلی ، رابرت اېرل کین او نورو برخه اخیستی وه. پخوانیو ولسمشرانو د "ون امریکا" یعنی یوې امریکا په نامه د مرستو یو سازمانتاسیس کړی د ی چې د توپان ځپلو سره مرسته وکړي

د امریکا مشهوره سندرغاړې لیډي گاگا د توپان ځپلیو سره د مرستو په کنسرت کې سندرې وايي؛ تکساس داکتوبر ٢١ مه ٢٠١٧ کال.
د امریکا مشهوره سندرغاړې لیډي گاگا د توپان ځپلیو سره د مرستو په کنسرت کې سندرې وايي؛ تکساس داکتوبر ٢١ مه ٢٠١٧ کال.

په امریکا کې څو توپانونه یو په بل پسې په ټکساس، فلوریډا، پورټوریکو او د امریکا په نورو برخو کې ډیره سخته خرابی وکړله او ددغو سیمو خلکو ته ېې زښت ډیر مالي او ځاني تاوانونه ور واړول.

د متحدو ا یالاتو پخوانی جمهوررئیس براک اوباما وویل: دامریکایانو په ځواب موږ نن ټول زښت ډیر ویاړو. کله چې هغوی خپل گاونډیان او ملگري په ستونزو کې وویني او کله چې هغوی پردي له ستونزو سره مخامخ وویني، نو امریکایان اقدام کوي.

پخوانی ولسمشر براک اوباما له بل پخواني جمهوررئیس جورج ایچ ډیلیو بش اوامریکایانو نه مننه وکړه او وې ویل چی هغوی تل له خپل شرافت او سخاوت نه کار اخیستی دی، او په ډیره ریښتونولۍ ېې د امریکا خدمت کړیدې. پخواني ولسمشر براک اوباما وویل: موږ ډیر خوشاله یو چی نن شپه دلته له هغه سره یوځای یو.

دغو توپانونو د امریکا د گلف کوسټ او کریبین ټاپوگان هم وځپل. ددغو پنځو پخوانیو ولسمشرانو د هڅو په نتیجه کې تراوسه پورې ملیونه امریکايی ډالر راټول شوي دي.

په دغه کنسرت کې یوولس زرو کسانو برخه اخیستی وه. کنسرت د ون ا مریکا اپیل په نامه د یوټیوب په چېنل کې همزمان خپریده.

پخواني ولسمشر جیمی کارټر وویل: راځۍ ټول په گډه کار وکړو او امریکا په هغه ستر ملت بدله کړو چی د خپلې خوښې کارونه پرمخ بیايي.

XS
SM
MD
LG