د لاس رسي وړ اتصالات

سیلاب ځپلي سیمې د وبا له خطر سره مخ دي


Self-styled "Knight of the Rose" Rolf Schrader offers roses to women in Magdeburg, eastern Germany, on Women's Day.
Self-styled "Knight of the Rose" Rolf Schrader offers roses to women in Magdeburg, eastern Germany, on Women's Day.

د پاکستان په خیبر پښتونخوا کې شمال لویدیځه برخه کې د خیرېه موسسو او ژغورنی ماموران اوس هم خواري کوی چې هغو په زرگونو کلیوالو ته ځان ور ورسوي چې د سیلاو د اوبو له امله بند پاتې شوي دي.

د سیلاب له امله تر اوسه پورې ١٢٠٠ کسان وژل شويدي.

د خیبر پښتونخوا په صوبه کې تر دوو میلیونو څخه زیات کسان د پشه کال د بارانونو له امله بې ځایه او بې کوره شويدي.

همدارنگه د پاکستان په شمال لویدیځو نورو علاقو کې هم خلک بې ځایه شوي دي. رپوټ وايي چې دغه سیمه د سر تیرو د فعالیتونو له امله هسی هم ځپل شوې وه.

د ملگرو ملتونو چارواکي وايي چې د خیریه موسسو ماموران له ډیرو ستونزو سره مخ دي چی هغو سیمو ته ځان ورسوي چې سیلاب ډیرې سختې زیانمنې کړيدي.

چارواکي دا وېره هم څرگندوی چې د اوبو نه راپیدا شوي مرضونه لکه نس خوږی او کولرا به په خلکو ولگیږي.

ډیرو سیلاب ځپلو ته د څښلو پاکې اوبه نه رسیږي.

د پاکستان پوځ تقریبا ٣٠ زره پوځیان دې ته گومارلي دي چی له خلکو سره مرسته وکړي چې له سیلاب نه یې وژغوري.

هغوی تراوسه پورې تقریبا شل زره کسان له سیلاب نه ژغورلي دي.

ملگري ملتونه رپوټ ورکوي چې امریکا او دوی هر یوه د لس ملیونو ډالرو د ورکولو ژمنه کړېده چې د عاجلې مرستې په توگه یې سیلاب ځپلو سیمو ته ور ورسوي.

رپوټ وايی یو شمیر خیریه اسلامي موسسو، چې له سرتیرو ډلو سره د تړاو شک پرې کېږي، خپلې هلې ځلی له خلکو سره د مرستو لپاره زیاتې کړيدی.

ډیرو خلکو په دې باندی خپل قهر اوغوسه ښکاره کړېده چې حکومت له خلکو سره ددغه مصیبت په مقابل کې د مرستی په کولو کې ډیر سوکه اقدامات کړيدي.

په افغانستان کې، د سیلاب اوبو تر ٦٠ نه زیات کسان وژلي دي. د افغانستان او ناټو قواوي له هیلیکوپټرونو نه کار اخلي چی د ژغورنی عملیات سرته ورسوي او د مرستو مواد وويشي.

په ډېرو سختو ځپل شوېو سېمو کې دکونړ اوننگرهار ولاېتونه چې له پاکستان سره سرحد لري شامل دي.

XS
SM
MD
LG