د لاس رسي وړ اتصالات

افغان حکومت: وروستیو سیلابونو ۷۱ افغانان وژلي


سږکال سیلابونو د افغانستان په جنوبي، لودیځو او شمالي ولایتونو کې خلکو ته ډیر ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.
سږکال سیلابونو د افغانستان په جنوبي، لودیځو او شمالي ولایتونو کې خلکو ته ډیر ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

د طبیعي پیښو سره د مبارزې په چارو کې د دولت وزارت د شنبې په ورځ ( وري ۱۷ مه) په یوه اعلامیه ویلي، چې په تیرو اولس ورځو کې په افغانستان کې سیلابونو ۷۱ تنه وژلي او ۴۰ نور یې ژوبل کړي دي.

د دغه وزارت مرستیال ویاند حشمت خان بهادري امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې په ۱۲ ولایتونو کې د دغو سیلابونو وروسته ۱۴ تنه لا درکه شوي هم دي.

هغه وویل، چې سیلابونو خلکو ته مالي زیان هم اړولی دی.

ښاغلي بهادري وویل " د لومړینو راپورونو له مخې تراوسه ۱۸۶۸ کورونه په بشپړه توګه ویجاړ شوي، ۶۸۲۱ نورو کورونو ته یو څه زیان رسیدلی او ۸۹۶۶ څاروي هم تلف شوي دي".

دغو سیلابونه چې د نورو ولایتونو پرتله یې شدت د هرات، بادغیس او فاریاب په ولایتونو کې زیات وو، په مجموعي ډول په دولس ولایتونو کې ۳۷۹ کاریزونه،۹۶۲ دکانونه، ۴۷ پلونه، ۲۹ واړه پلونه، ۲۲۴ کیلومټره سړک، دوه ښوونځي، د اوبو درې بندونه، ۱۲ کیلومتره د اوبو کانال او یو جومات هم ویجاړ کړي دي.

همداشان دغو سیلابونو په دغو ولایتونو کې پر شاوخوا ۲۰ زره جریبه ځمکه باندې ولاړو فصلونو ته زیان رسولی او ۹ کیلومتره استنادي دیوالونه یې هم نړولي دي.

د افغانستان په اکثرو ولایتونو کې د ژمي په موسم کې سختې واورې او بارانونه شوي، چې د پسرلي د موسم د پیل سره سم د هوا په ګرمیدو په یو شمیر ولایتونو کې د سیلابونو د راوتلو سبب شو.

د طبیعي پیښو سره د مبارزې په چارو کې د دولت وزارت وايي، د وري د لومړۍ ورځې راهیسې تر نن ورځې ( وري ۱۷ مه) د هرات، فاریاب، بادغیس،بلخ، جوزجان، سرپل، بدخشان، تخار، بغلان اوسمنګان په ولایتونوپه د ۵ ملي مترو څخه تر ۷۵ ملي مترو پورې اورښت وریدلی دی.

دا وزارت وايي، افغان حکومت اود مرسته رسونې د نړیوالو ادارو له خوا سیلاب ځپلو ته د مرستې د برابرولو کار روان دی.

د وري د میاشتې د سیلابونو وړاندې د تیر۱۳۹۷ لمریز کال د کب په وروستۍ میاشت کې هم په سیلابونو او طبیعي پیښو کې له سلو زیات افغانان وژل شوي او شاوخوا ۲۵۰ نور ژوبل شوي وو.

XS
SM
MD
LG