په ۲۶ کلن استیبان سنتیاګو دا تور دی چې د فلوریډا ایالت د فورټ لاډر ډیل په هوایي ډګر کې یې پنځه کسان وژلي او شپږ نور یې زخمیان کړیدي. د فلوریډا ایالت څارنوالۍ په هغه د فدرالي جرم تور پدې خاطر ولګاوه چې "په یوه نړیوال هوایي ډګر کې یې تشدد کړی."
که چیرته په هغه پدې تور مجرم وګڼل شي،ښایي چې د مرګ سزا به پرې راوخیژي او یا به عمري قید شي. تمه کیږي چې سنتیاګو د دوشنبې په ورځ محکمې ته حاضر شي. هغه اوس په زندان کې دی او ضمانت یې نشي کیدلی.
سره لدې چې تر اوسه نده معلومه چې د ملي ګارډ دغه پخواني پوځي چې په عراق کې یې هم نظامي ماموریت ترسره کړی، دغه برید ولې کړی خو چارواکي وایي هغه د برید لپاره په ځانګړي ډول د فلوریډا ایالت دغه هواي ډګر ته پرواز کړی و .
پولیسو د څو ساعتونو لپاره د سنتیاګو نه تحقیقات وکړل او پولیسو ته یې ویلي دي چې برید کوونکي ورسره پوره همکاري کوي.
د فدرالي تحقیقاتو د ادارې ځانګړی ایجنټ جورج پیرو چې د پیښې په هکله د تحقیقاتو مشري کوي، د شنبې په ورځ یې مطبوعاتو ته وویل چې" تر اوسه یې دا نده معلومه کړې چې هغه دا برید ولې کړی. "
پولیس لا هم غواړي معلومه کړي چې دا خو به د " تروریزم عمل نه وي" خو د تحقیقاتو مسؤل وایي چې پدې هکله پریکړه کول د "وخت نه مخکې ده"
پولیس د فلوریډا په ایالت کې وایي چې سنتیاګو پروسږکال د نومبر په میاشت کې د ایف بي ای دفتر ته ورغلی و او پداسې حال کې روغتیایی وضعیت یې ښه نه ښکاریده، چارواکو ته یې ویلي و، " زه یو غږ آورم چې ما ته وایي د اسلامي دولت یا داعش د ډلې سره یو ځای شم"