جمهوري غوښتونکي میت رامني او نیوت گنگریچ د امریکا جمهوري ریاست ته دخپل ګوند د کاندیدۍ د گټلو د پاره ، د فلوریدا په ایالت کې چې دوه ورځې وروسته په کښي مقدماتي انتخابات کیږي، د ملاتړد ترلاسه کولو دپاره په مبارزه اخته دي.
په دغو دوو کسو کې به یوغوره کیږي چې د ولسمشر براک اوباما سره سږکال انتخاباتي سیالۍ ته ودریږي.
د تازه شویو سرویګانو له مخې رامني چې یو شته من پانگوال او د ماساچوستس ایالت پخوانی والي دی د خپلو سیالو نه مخکي روان دی.
د امریکا د ولسي جرګې د پخواني ریس نیوت گنگریچ د کمپېن سره پرون یو پخواني رقیب هرمن کېن خپل ملاتړ اعلان کړ.
کېن د دیسمبر د میاشتې په پیل کې ددغه انتخاباتي مبارزې نه هغه وخت ووت چې د خپلې ښځې نه پرته د بلې ښځی سره د اړیکو تور پرې ولگول شو.
جمهوري ریاست ته د کاندیدۍ د گټلو دپاره د دې دوو کسو ترمنځ چه څومره انتخابات نژدې کیږي ، هماغومره رامني او گنگریچ په یو بل باندي نیوکو ته زور ورکوي.
رامنی باید په فلوریدا کې د گنگریچ نه ډیرې رایې وگټي چه هغه انتخباتي قوت بیرته تر لاسه کړي چې په جنوبي کرولینا کې د جنورۍ د میاشتی د ٢١ مې نېټې په رای گیرۍ کې تری گنگریچ مخکي شوی او قوت یی بایللی دی.
رامني په نیو همپشیر کې مقدماتی گوندي انتخابات د رایو په غټ اکثریت وگټل اوهمداشان یی د ایوا په ایالت کی هم چې د انتخاباتی مبارزی پيل و ، لومړي انتخابات وګټل.