د لاس رسي وړ اتصالات

د فلورېډا پېښه؛ پر زده کوونکو برید کوونکی محاکمه کیږي


پولیس وایې چې برید کوونکي ډیر مهمات له ځانه سره راوړي وو او پر "اې آر-۱۵ "ډوله وسلې یې پر زده کوونکو ډزې کولې
پولیس وایې چې برید کوونکي ډیر مهمات له ځانه سره راوړي وو او پر "اې آر-۱۵ "ډوله وسلې یې پر زده کوونکو ډزې کولې

په پام کې ده چې نن یو ۱۹ کلن ځوان چې په امریکا کې پر ډله ایزو وژنو تورن دی، محکمې ته حاضر کړای شي.

چارواکو نیکولاس کروز پس له هغې په ۱۷ عمدي وژنو تورن کړ چې دغه کس په خپلې وسلې د فلوریډا په ایالت کې د یوه ښوونځي پر زده کوونکو ډزې وکړې.

په دغې پېښې کې د ۱۷ کسانو د وژل کېدو او د ۱۵ نورو د زخمي کېدو خبر ورکړل شوی دی.

په سیمې کې د پولیسو یو مقام سکاټ اسرائیل برید "ډارونکی، وژونکی، کرکجن عمل" بللی دی.

پولیس وایې چې برید کوونکي ډیر مهمات له ځانه سره راوړي وو او پر "اې آر-۱۵" ډوله وسلې یې پر زده کوونکو ډزې کولې.

د قضیې په اړه اوس هم څېړنې روانې دي او پلټونکو ته زده کوونکو او ښوونکو د برید کوونکي په اړه تازه معلومات ورکړي دي.

پلټونکو پر انټرنټ او ټولنیزو شبکو کې د برید کوونکي پاڼې ارزولي دي. امنیتي مامورینو ویلي چې "ډیر ځورونکي" شیان یې موندلي دي.

له ښوونځي څخه د برید کوونکي د شړلو جزئیات خپاره شوي نه دي خو د اسوشیټډ خبري آژانس د یوه زده کوونکي په حواله خبر ورکړی چې برید کوونکی د خپلې د پخوانۍ ملګرې له نوي ملګري سره تر شخړې وروسته، له ښوونځي څخه اخراج شوی و.

د چهارشنبې ورځې د برید په شمول دا د نوي کال په لومړیو ۴۵ ورځو کې اتلسم برید دی چې د امریکا په ښوونځیو کې کیږي.

د فلورېډا پېښه؛ پر زده کوونکو برید کوونکی محاکمه کیږي
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:49 0:00

XS
SM
MD
LG