د لاس رسي وړ اتصالات

الوتونکي برېښنايي کښتۍ


د امریکا په لاس ویګاس ښار کی د ټکنالوژۍ د نړۍ د وروستیو نوښتونو په روان نندارتون کې الوتونکو موټرو او داسې ګاډو د ډیرو خلکو توجه جلب کړې ده چې له ډریور پرته ځي. خو د سږکال په دې نندارتون کې داسې برقي تفریحي کښتیو ته هم پام اوښتی چې د اوبو په سر پرواز کوي.

د کاندیلا په نامه سویډني کمپنۍ تېره اونۍ د خپلې ۸.۵ متره اوږدې تیزرفتارې هایدرو فویل بیړۍ څخه پرده پورته کړه. دا بیړۍ چی په بریښنا چلیږي، ۳۷ کیلو متره په ساعت سرعت لري.

ددې کمپنۍ مشر مایکل ماهلبرګ وویل: "د بریښنایي بیړیو په برخه کې پرمختګ ډیر ورو دی او علت یې دا دی چې په عادي کښتیو کې د لوړ سرعت دپاره زیاتې برېښنا ته اړتیا ده. په همدې خاطر موږ برقي هایډرو فویل کښتۍ جوړه کړې چې تقریبا د اوبو پر سر پرواز کوي، اتیا فیصده لږ انرژي مصرفوي او په لوړ سرعت زیات واټن طی کولای شي."

په ستاکهولم کی دا کمپنۍ تېر کال پرانیستل شوه. د کارکونکو شمېر یې اوس له ۶۰څخه ۴۰۰ تنو ته رسېدلی او تولیدات یې مخ په ډیرېدلو دي.

ښاغلي ماهلبرګ وویل: "زموږ ډیر مشتریان ماهره بیړۍ چلونکي نه دي، زیاتره یې برقي موټر لري او له برقي وسایطو سره بلد دي. هغوی غواړي د اوبو په سطحه د برقي موټر په څېر وسیله تجربه کړي. او ددې دپاره موږ ته مراجعه کوي."

په کالیفورنیا کې د نویر بیړۍ جوړونکي شرکت بیا د خپلې سویډنۍ سیالې کمپنۍ په نسبت اوږده هایډروفویل برقي بیړۍ جوړه کړې ده، که څه هم د بیړیو د پلورلو په برخه کې د کاندیلا کمپنۍ ورڅخه وړاندې ده.

بازار ته د بریښنایي کښتیو د راتګ عمده لاملونه د چاپیریال د ککړتیا په اړه اندېښنې او د تیلو لوړ قیمتونه دي. خو دغه برقي کښتۍ خوره په زړه پورې جوړې شوي هم دي او سفر پکې ډیر آرام بخښونکی دی.

د نویر کمپنۍ مشره سامپرتی بهتاچیریا وايي: "ځمکه له جدي ګواښ سره مخامخ ده. د همدې دپاره په هوا او ځمکه برقي وسایط په ډیرېدو دي. تاسو نشی کولی چې سمندر او سمندري ژوو ته چې د ځمکې اویا فیصده جوړوي، شا کړئ. د کاربن دای اوکساید د کمولو او د اوبو د ککړتیا د مخنیوي دپاره برقي وسایطو ته اړتیا ده."

دغه برقي بیړۍ "د اوبو ټسلا" موټر بلل شوي، او هیله ښودل شوي چې د بیړیو په صنعت کې د لوی پرمختګ سبب شي.

کاندیلا او نویر دواړه شرکتونه په پام کې لري داسې برقي ښاري کښتۍ جوړې کړي چې د سټاکهولم او سن فرانسیسکو په څېر ښارونو کې له هغو مسافر وړونکو بیړیو سره سیالي وکړي چې په تیلو چلیږي.

XS
SM
MD
LG