د لاس رسي وړ اتصالات

بدخشان کې بهرني وسله وال د پولیو واکسین مخه نیسي


د عامې روغیتا وزارت د پولیو د برخې چارواکو منلې چې د پولیو واکسین د پسرلني کمپاین په دویم دور کې د بدخشان ولایت په یوې لرې غرنۍ سیمې کې بهرنيو وسله والود پولیو واکسین رضاکارانو ته اجازه نده ورکړې چې ماشومانو ته واکسین ور کړي.

د عامې روغتیا وزارت د کتلوي معافیت مرستیال ډاکټر ګلاخان ایوب امریکا غږ آشنا راډیو ته وویل، ټاکل شوې وه چې د پولیو واکسینپه روان عمومي کمپاین کې۹.۵ میلیونه تر پنځو کلونو ښکته ماشومانو ته د پولیو واکسین څاڅکې ورسوي، خو په ځینو سیمو کې د یو شمېر وسله والو ډلو د مخالفت له امله د هدف وړ ماشومان د پولیو له واکسین څخه پاتې کیږي.

ښاغلی ګلاخان وایي، چې د بدخشان ولایت د جرم ولسوالۍ په یوې لرې غرنۍ دره کې بهرني وسله وال ماشومانو ته د پولیو واکسین د تطبیق مخه نیولې ده چي دا دوی ته د انديښې وړ مسئله ده.

" د بدخشان په جرم ولسوالۍ کې د خوستک په نوم یو دره ده، په دغه دره کې له بده مرغه ځینې چیچنیایي او ازبک ملیشې شتون لري او له دوي سره کورنۍ هم شته چې دقیق شمېر یې معلوم نه دی خو د معلوماتو له مخې د کمپ په شکل میشت شوي او زمونږ د هدف وړ ماشومان هم پکې شته دی. "

د کتلوي معافیت مرستیال وایي، هڅې کوي چې په دې غرنې دره کې ماشومانو ته واکسین ورسوي.

بل لور ته د بدخشان د ولایتي شورا غړی عبدالله ناجي دا منې چې د جرم ولسوالۍ په خوستک درې کې شاه خوا درې سوه بهرني وسله وال له کورنیو سره یو ځای اوسیږي.

د ښاغلي ناجي په وینا، د دې امکان شته چې دا بهرني وسله وال د ځان له ویرې د پولیو واکسین ټیمونه ته اجاړه ور کړې نه وي.

" یو لا مل هم دا دې چې دوی کیدای شيد د پولیو واکسیناتوران څخه ځان ته خطر احساس کړې وې، داسې نه چې د پولیو واکسین ټیمونهد دوی په هکله امینتی ادارو ته معلومات ټول کړي، نو له همدې امله نه غواړې چې د پولیو واکسین کمپاین تطبیق شي، خو بیا ځینې وختونه اجازه ورکوي. "

د پولیو واکسین پسرلنۍ عمومي کمپاین په داسې حال تر سره کیږي، چې د ځینو راپورونو له مخې د افغانستان د خیتځ او جنوب زون په یو شمېر سیمو کې د دولت وسله والو مخالفینو ماشومانو ته د پولیو واکسین د ورکولو مخ نیوی کړی دی.

XS
SM
MD
LG