د لاس رسي وړ اتصالات

عليزی: ایران پخواني افغان پوځیان په یمن کې جګړې ته مجبوروي


د افغانستان د وسله والو ځواکونو پخوانی لوی درستیز هیبت‌الله علیزی وایي ایران د پخوانیو افغان پوځیانو له مجبوریت نه په ګټې اخیستلو سره چې اوس یې پدې هیواد کې پناه اخیستې، جلب او جذبوي او په یمن کې یې د حوثي یاغیانو د جګړې د لیکو غښتلي کولو ته اړ باسي.

ښاغلي علیزي له امریکا غږ سره په خبرو کې وویل چې یو زیات شمیر پخواني سرتیري چې د جمهوري ریاست له سقوط وروسته له افغانستانه وتلي اوس په ایران کې میشت دي. هغه وويل: "کله چې [افغان پوځيان] د ويزو نوي کولو لپاره د ايران د مهاجرت دفترونو ته تللي، نو له هغوی څخه غوښتل شوي چېد حوثيانو د ملاتړ لپاره يمن جګړې ته لاړ شي."

تر دې وړاندې هم په راپورونو کې ویل شوي چې و چې ایران هغه افغان کډوال چې پدې هیواد کې میشت و، د سوریې د جمهور رئیس د حکومت د ملاتړ لپاره د اجیرو عسکرو په توګه جلب او جذب کړي و او د "فاطمیون لوا" په نامه یې سوریې ته د جګړې کولو لپاره استولي و. داسې اټکل کیږي چې شاوخوا ۲۰ زره افغان کډوال په همدې لوا کې په سوریه کې جنګیدلي.

د افغانستان د پخواني حکومت د دغه پوځي چارواکي په وینا، په افغانستان کې دننه د پخوانیو پوځیانو اقتصادي کمزورتیا او د امنیت نشتوالی د دې لامل شوی چې دوی بهر ته مهاجر شي او د سیمې هېوادونو ته د هغوی د استخدام زمینه برابره شي.

تر دې مخکې د افغانستان د وسله والو ځواکونو د پخواني کومانډو د ځانګړو عملیاتو د قول اردو قوماندان محمد فرید حمیدي هم امریکا غږ ته ویلي و چې اوس د نړۍ په شپږو "تودو سیمو" - قره باغ، اوکراین، یمن، ایران، سوریه او روسیه کې پخواني افغان کومانډو عملا د یوې کوچنیو ډلو په توګه شتون لري.

افغان کومانډو یو تجربه کار ځواک و چې د امریکايي او ناټو پوځیانو له خوا روزل شوی و او د طالبانو په لاس د افغانستان له سقوط مخکې یې په ټول افغانستان کې ډېر پېچلي جنګي عملیات ترسره کړي او خپل اغېزمنتوب یې ثابت کړی و.

د طالبانو ګواښ

ښاغلی احمدي او ښاغلی علیزی دواړه ادعا کوي چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته دغې ډلې په پرله پسې ډول پخواني عسکر نیولي، شکنجه کړي او حتی وژلي دي.

عليزى چې د افغانستان د پخواني حکومت د وسله والو ځواکونو وروستى لوى درستيز و، وايي چې د هغو کسانو مطلق اکثریت چې په تېرو دوو لسيزو کې یې د افغان وسله والو ځواکونو په ليکو کې خدمت کړی په ځانګړې توګه د کومانډو ځواکونه دننه په افغانستان کې د طالبانو لخوا د ګواښ، شکنجې او ډار سره مخامخ دي او د افغانستان څخه بهر د دې خطر سره مخ دي چې دوی د اجیر په توګه ګمارل کیږي.

علیزي امریکا غږ ته وویل چې په افغانستان کې نه یوازې ۳۰ زره یا ۳۵ زره کومانډو ځواکونه له ګواښ سره مخ دي، بلکې د ده په وینا سلګونه زره هغه کسان چې په تېرو دوو لسیزو کې یې د افغان وسله والو ځواکونو په لیکو کې دنده ترسره کړې، د طالبانو له خوا له ګواښ سره مخ دي.

هغه زیاته کړه، دا سمه ده چې امریکا له افغانستانه د میلیونونو وګړو د ایستلو توان نه لري، خو د ده په وینا د هغه ځواک په توګه چې دغو پوځیانو د امریکايي ځواکونو تر څنګ د هغوی د ګټو څخه دفاع کوله باید امریکا د پخوانیو پوځیانو د حفاظت لپاره اړین سیاسي او امنیتي تضمین او حل لارې ته زمینه برابره کړي.

د افغانستان د پخواني حکومت د وسله والو ځواکونو لوى درستيز وویل يو شمېر پخواني سرتېري په تېره بيا د ټولو قول اردوګانو د تخنيکي څانګو پوځیانو له طالبانو سره همکاري کړې او د «طالبانو د اردو» په ليکو کې ګمارل شوي دي.

تر دې مخکې د افغانستان د پخواني حکومت د کوماندو د قول اردو قوماندان امریکا غږ ته ویلي و چې هغه پخواني افغان سرتیري چې په هیواد کې پاتې دي د څیرې په بدلولو سره په پټه ژوند کوي. هغه زیاته کړه چې طالبان هغوی په «پټو زندانونو او د استوګنې په کورونو کې په زیر خانو کې زنداني او شکنجه کوي». د احمدي په وينا، يو شمېر پخوانيو سرتېرو ته چې د پيسو په بدل کې او د قومي مشرانو په ضمانت له طالبانو خوشې شوي، د هغوی څخه ليکلې ژمنه اخیستل شوې چې د سزا په اړه به له چا سره خبرې نه کوي.

د پوځي تخلیې عملیات

د بهرنیو هېوادونو د اجیرو پوځیانو په لیکو کې د پخوانیو افغان کمانډویانو د ګمارلو په اړه د راپورونو له خپرېدو وروسته یو شمېر امریکايي سیاستوالو هم سخت غبرګون وښود.

څو ورځې وړاندې د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو چارو د کمیټې جګپوړي جمهوري غوښتونکي غړي مایکل مک کال یوه بیانیه خپره کړه چې په دې برخه کې یې د امریکا د متحدو ایالتونو د ولسمشر جوبایډن حکومت ګرم وباله.

ښاغلي مک کال په دې اعلامیه کې ویلي چې د افغانستان د پخواني پوځ تجربه لرونکي او تجربه کار ځواکونه سربیره پر دې چې د خپل وطن پریښولو او په ایران کې مهاجر ته اړ شوي، اوس د «واګنر ډلې» له خوا په اوکراین کې د روسیې د «غیر عادلانه» جګړې لپاره استخدامیږي.

خو ولسمشر جوبايډن تل له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو د وتلو په اړه د خپلې پرېکړې دفاع کړې او ويلي يې دي، چې دا پرېکړه يې له ډيپلوماتيکو او پوځي چارواکو سره د مشورې او د امريکا د ملي ګټو په پام کې نيولو سره کړې ده. هغه ویلي، د پوځي تخلیې عملیات چې په تاریخ کې یې ساری نه درلود، په افغانستان کې یې د امریکا پوځي شتون پای ته ورساوه.

ښاغلي بایډن په افغانستان کې د امریکا د پوځي حضور د بشپړې پای ته رسېدو په مناسبت وینا کې په افغانستان کې د محمد اشرف غني په مشرۍ د حکومت پر کړنو نیوکه وکړه او وویل چې ولسمشر "وتښتید" او هېواد د طالبانو لاس ته ورغی. هغه زیاته کړه، داسې انګېرل کېده، چې د ۲۰ کلونو لپاره روزل شوي ۳۰۰ زره کسیز افغان دفاعي او امنیتي ځواکونه به د طالبانو پر وړاندې ودرېږي، خو وویل چې: "دا ګومان ناسم و. "

د پوځیانو د استخدام لپاره د پوتین هڅه

په اوکراین کې د جګړې د اوږدیدو او زور اخیستلو وروسته، فارن پاليسۍ راپور ورکړى چې د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين له بدنامې واګنر ډلې څخه چې اجیر سرتیري جلب او جذبوي غوښتي چې د اوکراين د جګړې د ليکو د پياوړتيا لپاره پوځيان استخدام کړي او حتی له بنديانو څخه کار واخلي. د واګنر ډله غیر رسمي ده او ویل کیږي چې د روسیې د پوځي استخباراتو لخوا تمویل کیږي.

څو میاشتې وړاندې د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي مفتش دفتر (سیګار) په یوه راپور کې ویلي وو، چې د کومانډو ځواکونو په ګډون د پخواني افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو غړي یا خو "تقریباً" د مقاومت له جبهې سره یوځای شوي او یا د طالبانو له خوا د زنداني کیدو او یا وژل کیدو له ګواښ څخه په پټه ژوند کوي.

سیګار په دې راپور کې د افغانستان د پخواني حکومت د ملي امنیت او کورنیو چارو د پخواني وزیر مسعود اندرابي له قوله لیکلي چې یو شمېر کمانډو ځواکونه د مقاومت له جبهې سره یو ځای شوي او ډېر شمېر یې په ایران کې پناه اخیستې ده؛ چیرې چې د هغه په وینا، ورته "ښه راغلاست" ویل شوی دی.

څو میاشتې وړاندې په کوسوو کې د امریکا پخواني سفیر فیلیپ کازینټ پر اوکراین د روسیې له پوځي یرغل وروسته او د اروپا د امنیت لپاره د امریکا د ملاتړ په خاطر یې وړاندیز کړی و چې د امریکا په پوځ کې دې د پخوانیو افغان پوځیانو یوه قطعه جوړه شي.


فرید احمدي وویل: "افغان کومانډو تجربه لرونکي او ازمایل شوي ځواکونه دي چې د داعش او القاعدې په ګډون د څه باندې شلو تروریستي سازمانونو پر وړاندې د دوو لسیزو جګړو په ترڅ کې له ترهګرو سره د مبارزې په برخه کې ځانګړي مهارتونه ترلاسه کړي او په هره جګړه کې چې دوی وګمارل شي، د تکتیکي لحاظه مثبت بدلون راوړلای شي."

احمدي وويل، وروسته له هغه چې افغان کومانډو په بهرنيو هېوادونو کې د جګړې سیمو ته انتقال شي، له هغوى څخه ټيلېفونونه اخيستل کېږي او له څه مودې وروسته ورته نوې شمېرې او ټېلېفونونه ورکول کېږي، څو د هغه څخه د نورو روزل شویو ملګرو د جلب او جذب لپاره کار واخلي.

د روسیې او ایران حکومتونو د دې مطلب تر خپریدو پورې په اوکراین یا یمن کې د جګړې لپاره د افغان ځواکونو د پخوانیو کمانډو او غړو د ګمارلو په اړه رپوټونو ته غبرګون نه دی ښودلی.

XS
SM
MD
LG