د لاس رسي وړ اتصالات

د ایټالیا پخوانی صدراعظم سیلویو برلسکوني مړ شو


د ایټالیې پخوانی صدراعظم سیلویو برلسکوني
د ایټالیې پخوانی صدراعظم سیلویو برلسکوني

د ایټالیا پخوانی صدراعظم سیلویو برلسکوني، د دوشنبې په ورځ جون ۱۲ (غبرګولي ۲۲) د میلان ښار په یو روغتون کې د ۸۶ کلونو په عمر مړ شو.

د برلسکوني ویاند رسنیو ته ویلي چې هغه ته ډاکترانو څو اونۍ وړاندې ویلي وو چې د وینې د سرطان په یوې نادرې بڼې اخته شوی دی.

برلسکوني د ایټالیا د سیاسي او کلتوري تصویر د بدلولو مخکښ ګڼل کېده او د خپلې واکمنۍ پر مهال د ګڼو قانوني او جنسي رسواییو سره مخامخ شوی و.

د ایټالیا دا میلیاردر د جمعې په ورځ د وینې د سرطان د معایناتو دپاره په روغتون کې بستري شوی و. هغه له کلونو راهیسې ناروغ و، په ۲۰۱۶ کې یې د زړه جراحي عملیات کړي وو او په ۲۰۲۰ کې په کرونا د اخته کېدو له کبله په روغتون کې بستري شوی و.

که څه هم برلسکوني تېر کال د مشرانو د جرګې غړی وټاکل شو، خو ډیر لږ په عام محضر کې لیدل شوی و. هغه د خپل ښي اړخي "فورزا ایټالیا" ګوند مشر هم و. دا ګوند د صدراعظمې جورجیا میلوني په ایتلافي حکومت کې کوچنۍ او "کله ناکله ستونزې ایجادونکې" برخه ده.

برلسکوني د ۱۹۹۴ او ۲۰۱۱ کلونو ترمینځ درې ځله د ایټالیا صدراعظم وټاکل شو. نوموړي که څه هم په خپلو انتخاباتي مبارزو کې د ایټالیا د اقتصادي ښېرازۍ رامینځته کولو ژمنې کړې وې خو هر ځل د ایټالیا د پورونو د بحران د زیاتېدو له کبله له واکه لیرې شوی و.

له هغه څخه یوه ۳۳ کلنه ملګرې مارټا فاسینا، دوه پخوانۍ میرمنې او پنځه ماشومان پاتې دي چې ځینې یې د هغه د کاروبارونو او شتمنیو په چلولو کې مرسته کوي چې په دې وروستیو کې شاوخوا اوه میلیارد ډالر اټکل شوي دي.

د برلسکوني د جنازې او تدفین دپاره لا تراوسه نېټه نده اعلان شوې. نوموړي د مصر له فرعونیانو څخه په الهام اخیستو، میلان ته نږدې په خپل پلرني ښارګوټي ارکور کې له مرمرو یو قبرستان جوړ کړی و چې د هغه د کورنۍ غړي او دوستان پکې له مرګ وروسته ښخ کړل شي.

XS
SM
MD
LG