د لاس رسي وړ اتصالات

د ارګ جومات کې فزیکي شخړه


ملا تره خېل محمدي په تېرو دوو دورو کې په ولسي جرګه کې د کوچیانو استازی و

د افغانستان د حج او اوقافو وزارت وايي، تېره ورځ په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د جمعې تر لمانځه وروسته د ولسي جرګې پخواني غړي ملا تره خېل محمدي او وروڼو یې د حج او اوقافو له وزیر عبدالحکیم منیب سره فزیکي شخړه کړې ده.

دغه وزارت که څه هم د دغه فزیکي شخړې د لامل په اړه څه نه دي ویلي، خو وايي، چې د تره خېل کسانو د حج او اوقافو د وزیر سپکاوی کړی دی.

د حج او اوقافو وزارت تېره ورځ په یوې اعلامیې کې ادعا کړې، چې یادو کسانو تر دې مخکې هم د زور له لارې هڅه کړې، چې خپلې «غیر قانوني او نامشروع» غوښتنې پر وزیر عبدالحکیم منیب باندې ومني، چې مخه یې نیول شوې ده.

د حج او اوقافو وزارت په بیان کې راغلي: "نن د ارشاد، حج او اوقافو سرپرست وزیر ښاغلي مولوي عبدالحکیم منیب د ارګ په جامع جومات کې د جمعې مبارکې ورځې لمونځ ادا کاوه، چې د ولسي جرګې پخواني وکیل ملا تره خېل محمدي، د ولسي جرګې وکیلانو شاه وزیر او حاجي خان تره خیل، د دوي ورور داد الله او د کورنۍ د دوو نورو غړو له لوري توهین، تحقیر او بیا یې ورسره فزیکي شخړه وکړه."

د حج او اوقافو وزارت د ملا تره خېل لخوا د وزیر عبدالحکیم منیب سپکاوی او له هغه سره فزیکي شخړه د افغان نظام سپکاوی بللی او یادو کسانو ته یې د سزا ورکولو غوښتنه کړې ده.

بیان زیاتوي: "له جلالتمآب جمهور رییس محمد اشرف غني نه په خورا درنښت هیله کوو، چې دا پېښه په جدي توګه وڅیړي او دغه غیر قانوني وسله ګرځونکي اشخاص چې له دولتي مقاماتو څخه د ټوپک په زور باجګیري کوي او د وزارت د کارونو خنډ ګرځي، د قانون منګولو ته وسپاري."

ولسمشر ماڼۍ تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

د ملا تره خېل محمدي دفتر امریکا غږ ته وویل، چې په دې اړه به نن په یو مطبوعاتي کنفرانس کې خپل نظر څرګند کړي.

ملا تره خېل په تېرو دوو دورو کې د افغانستان په ولسي جرګه کې د کوچیانو استازی و. او په افغانستان کې د کوچیانو د پيژندل شوي مشر په صفت فعالیت کوي.

ملا تره خېل محمدي د دې ترڅنګ په کابل کې د نجونو او هلکانو څو دیني مدرسې هم لري.

XS
SM
MD
LG