د لاس رسي وړ اتصالات

بوریس جانسن د پارلمان د غړیتوب څخه استعفا وکړه


بوریس جانسن د برتانیې په پارلمان کې خپله دنده پریښوده.
بوریس جانسن د برتانیې په پارلمان کې خپله دنده پریښوده.

د برتانیې پخواني صدراعظم بوریس جانسن جمعه جون ۹ (غبرګولي ۱۹) د دې هیواد په پارلمان کې د خپل غړیتوب څخه استعفا وکړه او ادعا کوي چې د سیاسي مخالفینو لخوا په ناسمه توګه ملامت کیدو دې کار ته اړ کړ.

ښاغلی جانسن چې ۵۸ کلن دی، په پارلمان کې د څو ګوندونو لخوا ترې پدې خاطر تحقیقات کیدل چې آیا د صدراعظمۍ پر مهال د کرونا وبا له کبله په راټولیدو د بندیز څخه د سرغړاونې په هکله یې پارلمان ته درواغ ویلي که نه.

هغه تیر کال په قهرجنه توګه ټینګار کړی و چې درواغ یې ندي ویلي.

پداسې حال کې چې د تحقیقاتو کمیټه دیته چمتوالی نیسي چې ددې قضیې په هکله خپل معلومات خپاره کړي، پخواني صدراعظم ویلي دې کمیټې ورسره اړیکه نیولې او "دا یې څرګنده کړې چې تر لاسه شوي معلومات زما پر ضد وکاروي او د پارلمان څخه مې وباسي".

د برتانیې په پارلمان کې د امتیازاتو کمیټه چې اکثریت غړي یې د جانسن محافظه کار ګوند غړي دي دا واک لري چې پارلمان ته د غلطو معلوماتو ورکولو له کبله په یو غړي بندیزونه ولګوي او یا یې دنده وځنډوي.

که چیرته د پارلمان یو غړی د لسو کاري ورځو څخه ډیر له دندې وځنډول شي، د همدې غړي په انتخاباتي حوزې کې د سره انتخابات کیږي.

خو ښاغلي جانسن چې د لندن په جنوب لویدیځ کې څه باندې ۷ زره اکثریت رایې لري، د پارلمان د غړیو سره د "تحقیروونکي جګړې" مخنیوي او وړاندې تر دې چې دا کمیټه خپل معلومات شریک کړي، غوره بللې چې دنده پریږدي.

بوریس جانسن دا کمیټه چې مشري یې د کارګر مخالف ګوند غړې هاریت هارمن کوي غندلی او "تش په نامه" محکمه یې بللې.


پخواني صدراعظم ویلي، "د پارلمان پریښودل لږ تر لږه د اوس لپاره ډیره خواشیني ده خو تر دې پورته زه ډاریدلی یم او ټکان مې خوړی ځکه چې زه به په غیر دموکراتیکه توګه وتلو ته مجبور شوی وم".


بوریس جانسن همدرانګه ویلي چې د کمیټې په راپور کې د "تبعیض څخه ډک ناسم معلومات" ځای پر ځای شوي او دا شکایت یې هم درلود چې د دې کمیټې د هیڅ خبرې پر ضد ګام نشي پورته کولی.

دې پخواني صدراعظم ویلي د لومړۍ ورځ څځه د کمیټې هدف دا و چې ما مجرم ثابت کړي.


خو بل پلو بیا د پارلمان د امتیازاتو کمیټې ویلي چې بوریس جانسن پخپلې اعلامیې سره د ولسي جرګې ریښتینولۍ تر پوښتنې لاندې راوستې.


دې کمیټې ویلې چې پلان لري د راتلونکې دوشنبې په ورځ خپل تحقیقات نهایي کړي او ډیر ژر به خپل راپور خپور کړي.

XS
SM
MD
LG