د لاس رسي وړ اتصالات

کابل ښار کې څلورې پرله پسې چاودنې


پرون ناوخته هم په قمبر څلور لارې کې دوې چاودنې وشوې

د کابل پولیس وايي، د کابل ښار په۱۷ مه امنیتي حوزه کې د څلورو ځای پر ځای شوو مایونونو د چاونو له امله د یو ماشوم په ګډون څلور ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

د کابل د امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي سلاکار بصیر مجاهد نن دوشنبه مې۱۱(غويي۲۲) امریکا غږ ته وویل چې دغه چاودنې سهار ۷:۴۵ دقیقې په «تهیه مسکن» سیمه کې شوي دي.

ښاغلي مجاهد ویلي چې د پېښې ټپيان روغتون ته انتقال شوي او د هغوی وضعیت يې د ډاډ وړ بللی دی.

د راپورونو له مخې په دغو چاودنو کې دوه پولیس چارواکي هم ټپیان شوي دي، خو د کابل امنیه قوماندانۍ په دغو چاودنو کې د پولیس چارواکو ټپي کېدل رد کړل.

هغه وویل چې تر دامهاله د دغو چاودنو هدف څرګند نه دی او زیاته یې کړه چې څېړنې روانې دي.

دا په داسې حال کې ده چې پرون یکشنبه ناوخته د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې اړوند په قمبر څلور لارې کې هم دوې چاودنې رامنځته وشوې چې د کورنیو چارو وزارت په وینا تلفات یې نه لرل.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین ویلي چې دغه چاونې د لاسي بمونو له امله رامنځته شوي دي.

تر دا مهاله د دغو چاودنو مسؤلیت چا په غاړه نه دی اخیستی.

XS
SM
MD
LG