د بلوچستان ايالت له کوټې ښار سره نژدې په سنجيدي سيمه کې د ډبرو سکرو د يو کان نړېدو وروسته د څلورو کارګرو مړي راايستل شوي دي.
د ايالتي حکومت ویاند شاهد رند د جنورۍ پر نهمه (مرغومي ۲۰) په بیان کې ویلي و چې د سنجیدي سیمې کان د ګاز د چاودنې له امله نړېدلی و او ۱۲ مزدوران تر لاندې شوي وو.
د بلوچستان د ډبرو سکرو کانونو د څار ادارې مشر عبدالغني شاهواني د جنورۍ پر ۱۰ (مرغومي ۲۱) ماخوستن رسنيو ته وويل چې مرستندويه ډلې د کارګرانو په راايستلو بوختې دي او د څلورو مړي يې راايستلي خو د پاتې اتو د راايستلو لپاره عمليات دوام لري.
د کانونو د مزدورانو ټولنه وايي چې د جنورۍ په لومړۍ اونۍ کې هم د بلوچستان په کانونو کې په بېلابېلو پېښو کې درې مزدوران وژل شوي او درې نور ژوبل شوي وو.
د پاکستان د کان کيندونکو مرکزي اتحاديه وايي چې په ۲۰۲۴ کال کې په دغه هيواد کې د ډبرو سکرواو نورو معدنو د کانونو په بېلابېلو پېښو کې ۱۹۲ کارکوونکي وژل شوي وو چې ۱۲۷ يې په بلوچستان ايالت کې وو.
د پاکستان په بلوچستان، خیبر پښتونخوا او سيند ايالتونو کې زياتره وخت د ډبرو سکرو په کانونو کې خونړۍ پېښې کېږي چې مهم لاملونه یې د قوانینو نه عملي کېدل، د کانونو د څار ناسم نظام او د مزدورانو د خوندیتوب لپاره اړین اقدامات نه کول دي.
فورم \ دبحث خونه