د لاس رسي وړ اتصالات

د سمنګان دره صوف کې د هاوان مرمۍ ۴ ملکیان وژلي


د سمنګان ولایت په دره صوف پایان ولسوالۍ کې پر یوه کور د هاوان مرمۍ لګېدو له امله څلور ملکیان وژل شوي دي.

د سمنګان د والي ویاند صدیق عزیزي د شنبې په ورځ د «غوايي پر۲۱مه» امریکا غږ ته وویل چې یاد هاوان د افغان سرتېرو او طالبانو ترمنځ نښته کې د طالبانو لخوا د یوه سیمه ییز پاڅونوال پر کور لګېدلی دی.

نوموړي زیاته کړه چې په وژل شوو کسانو کې ښځې او ماشومان شامل دي.

د سمنګان چارواکي همدارنګه وايي، چې د دغه ولایت په خرم او سارباغ ولسوالیو کې هم د طالبانو په حمله کې دوه سیمه ییز پاڅونوال وژل شوي او شپږ نور ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

پر همدې مهال د بغلان د ولایتي شورا غړي د دغه ولایت د امنیتي وضعیت په اړه د اندېښنې په ښودلو سره وايي، چې ناامنیو په ګڼو ولسوالیو کې د خلکو ژوند له ننګونو سره مخ کړی دی.

د دغه ولایت د ولایتي شورا غړي هاشم سروري امریکا غږ ته وویل:"طالبان د دره صوف ولسوالۍ ګوله سیمې ته داخل شوي دي، اوس مهال دغه سیمه د دوی په لاس کې ده، د هغو کسانو په اړه چې له دولت سره کار کوي او یا هم سیمه ییز پاڅونوال دي په اړه یې څېړنې کوي."

دره صوف، خرم او سارباغ د سمنګان له ناامنیه ولسوالۍ څخه دي چې تر دې مخکې هم د وسله والو مخالفینو د فعالیتونو راپورونه ورڅخه ورکړل شوي دي.

طالبانو تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG