د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې ۴۰۰ ښځو د یو ایس آی ډي په مرسته روزنه ترلاسه کړې


د امریکا پرمختیايي اداره د افغان ښځو د ژوند د ښه کیدو لپاره په نړۍ کې یو ستر پروګرام پرمخ وړي.

افغانستان لپاره د امریکا د پرمختايي نړیوالې ادارې " یو ایس آی ډي" په یوه اعلامیه کې، چې نن د سه شنبې په ورځ ( چنګاښ ۱۱ مه) یې کابل کې خپره کړې ویلي، چې دغه څلورسوه ښځې نن د دغې ادارې د ملکي خدمتونو د روزنې له پروګرام څخه فارغې شوې دي.

" یوایس آی ډي" ویلي، چې دغو ښځو لازمه پوهه او تجربه ترلاسه کړې او تمه داده، چې دا ښځې به د افغانستان د ملکي خدمتونو په برخه کې خپلو هیوادوالو ته د خدمت جوګه شي.

د امریکا پرمختايي ادارې هیله ښودلې، چې دا نوې فارغې شوې ښځې به په نږدې راتلونکي کې د افغانستان د ملکي خدمتونو په چوکاټ کې په دندو باندې وګمارل شي.

یوې نوې فارغې شوې میرمن سلسله ساپۍ د خپل فراغت په مناسبت جوړې شوې غونډې ته ویلي، چې د " یو ایس آی ډي" د دغه روزنیز پروګرام څخه د فراعت وروسته هیله لري، چې د ملکي خدمتونو په اداره کې به په ښه دنده وګمارل شي.

د امریکا پرمختیايي نړیوالې ادارې د ۲۰۱۵ کال څخه راهیسې د دولتي بستونو لپاره د ښځو کار د امکاناتو او هغوی د مهارتونو د لوړولو لپاره د زده کړو یو کلن پر وګرام پیل کړې دی، چې له مخې به یې د ۲۰۲۰ کال پورې ۳۰۰۰ افغان ښځې د ملکي خدمتونو په برخه کې وروزل شي.

د دغه پروګرام څخه تراوسه شاوخوا ۲۷۰۰میرمنې فارغې شوې دي.

د فارغ شوو ښځو له دغې ډلې د ۸۶۰ څخه زیاتې ښځې په بلخ، کابل، قندهار، هرات او ننګرهار ولایتونو کې په دندو ګمارل شوې دي.

په ۲۰۱۴ کال کې، د افغانستان دولت ژمنه وکړه، چې د ۲۰۲۰ کال پورې به په ملکي خدمتونو کې د ښځو کچه د ۲۲ فیصدو څخه ۳۰ فیصدو ته لوړه کړي.

اوس مهال د افغانستان د ملکي خدمتونو د ادارې شاوخوا ۲۷ فیصده یې ښځې دي.

د امریکا د پرمختیایي نړیوالې ادارې د ۲۰۰۲ میلادي کال راهیسې په افغانستان کې شاوخوا ۱۹ ملیارده ډالر په بیلابیلو پروژو په مصرف رسولي دي.

افغانستان لپاره د " یو ایس آی ډي" پروګرام په نړۍ کې یو تر ټولو ستر د ملکي مرستو د برابرولو پروګرامونو کې شمیرل کیږي.

دا اداره د افغان ښځو لپاره د پروموټ په نوم یو پروګرام هم پرمخ بیايي،چې په نړۍ کې د امریکا د پرمختیايي ادارې تر ټولو ستر پروګرام دی.

XS
SM
MD
LG