د لاس رسي وړ اتصالات

څلور پاکستاني پوځیان د افغانستان په پوله د اغزن سیم لګولو پر وخت وژل شوي 


د پاکستان پوځ ویلي دي چې ددې هیواد څلور پوځیان د افغانستان سره په پوله د کټارو د لګولو پر وخت د سخت دریځو وسله والو په کمین کې وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ د یو بیان په خپرولو سره ویلي، پاکستاني پوځیان چې د جهارشنبې په ورځ مۍ پنځمه (غوایي ۱۵) د بلوچستان ایالت په ژوب کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د پولې په اوږدو کې د کټارو او اغزن سیم په لګولو بوخت وو، په افغانستان کې میشتو سخت دریځو پرې برید کړی دی.

پاکستان د افغانستان سره د خپلې ۲۵۰۰کیلومتره سرحد په اوږدو کې فلزي کټارې لګوي که څه هم چې افغانستان په وار وار د پاکستان ددغه اقدام په اعتراض کې ویلي چې دغه کار په سیمه کې میشتې کورنۍ او قومونه چې اکثر یې پښتانه دي، له یو بل جلا کوي.

له بلې خوا د افغانستان حکومت هغه څه چې پاکستان یې رسمي پوله ګڼي په رسمیت نه پیژني او تل هغه د فرضي کرښې په نوم یادوي.

د افغانستان سره په پوله د پاکستان کټارې لګول چې د تیرو څو کلونو راهیسې پیل شوي څو ځلې د پاکستاني پوځیانو او افغان پوله ساتونکو ترمنځ د جګړو سبب شوی دی چې اکثر پیښې یې مرګونې وې.

د پاکستان پوځ همداشان له ایران سره هم د خپل ۹۰۰کیلومتره سرحد په اوږدو کې کټارې لګول پیل کړي دي او د رسمي معلوماتو په اساس دغه پروژه ۳۰سلنه بشپړه شوې ده او ټاکل شوې چې د راتلونکي کال تر پایه یې کار په بشپړه توګه خلاص شي.

XS
SM
MD
LG