د لاس رسي وړ اتصالات

بلخ کې د ښځینه فعالانو وژل؛ طالبان وايي دوه کسان یې په تور نیولي


په کابل کې د طالبانو په ضد مظاهره کووونکې مېرمنې
په کابل کې د طالبانو په ضد مظاهره کووونکې مېرمنې

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت وايي چې د بلخ ولایت په مرکز مزار شریف کې یې د څلورو افغان مېرمنو د وژلو په تور دوه مشکوک کسان نیولي دي.

تېره ورځ سیمه ایزو رسنیو راپور ورکړ چې په مزار شریف کې څلور ښځې، چې مدنې فعالانې وې او څه موده وړاندې یې د طالبانو په ضد مظاهرو کې هم ګډون کړی و، په مرموز ډول وژل شوې دي.

د پنجشنبې په ورځ د دوی جسدونه وموندل شول. ځینو راپورونو کې طالبان تور شوي وو چې دا کار یې کړی دی.

خو د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند سعید خوستي نن شنبه نومبر شپږمه (لړم۱۵) په خپل ټویټر کې لیکلي دي چې د دغې پېښې په تړاو یې دوه مشکوک کسان نیولي او قضیه یې هم محکمې ته سپارلې ده.

هغه لیکلي دي: «د مزارشريف ښار پنځمه حوزې د پروژۀ خالد په سیمه کې په یوه کور کې څلور جسدونه موندل شوي او د پيښې په تړاوو دوه کسان نیول شوي. نیول شویو کسانو په لومړنیو تحقيقاتو کې منلې چې ښځې دوی دې ځای ته راغوښتې وې. په دې اړه څيړنه روانه ده، قضيه محکمې ته سپارل شوې ده.»

د راپورونو په اساس په دغو وژل شویو ښځو کې یې یوه د پوهنتون استاده هم وه او د نورو هویت لا بشپړ معلوم شوی نه دی.

ویل کیږي چې دا ښځې څو ورځې مخکې د مزار شریف هوايي ډګر ته غوښتل شوې وې او بیا ترې تمې شوې چې وروسته یې مړي وموندل شول.

طالبانو د نیول شویو کسانو هویت نه دی افشا کړی او نه هم د دغو ښځو د وژلو علت څرګند شوی دی.

دا پېښه داسې مهال کیږي چې طالبان وايي په یو تازه اقدام کې یې له خپلو لیکو څخه ۲۰۰ وسله وال شړلي دي. وايي دوی د طالبانو له نوم څخه ناوړه استفاده کوله چې په خبره یې اوس تر تحقیقاتو لاندې دي.

څو ورځې مخکې د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده په خپلو قوماندانو غږ وکړ چې د خپلو لیکو څخه نامطلوب کسان وباسي.

د ملا هبت الله په یوې څرګندونې کې ویل شويدي چې«هر مشر (د طالبانو قوماندان) مکلف دی چې هغه نامطلوب کسان چې د اصلاح کولو امید یې نه کیږي، د خپل صف نه وباسي».

طالبانو د دغو ۲۰۰ اېستل شویو کسانو په اړه دقیق معلومات نه دي ورکړي چې څوک دي او په کومو سیمو کې یې فعالیت کاوه.

XS
SM
MD
LG