د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې د امریکا په سفارت کې د امریکا د خپلواکۍ د ورځې غونډه


کابل کې د امریکا کې د جولای د څلورمې د ورځې مراسمو ته په زیات شمیر د افغان حکومت چارواکي او د مدني ټولنې استازي بلل شوي وو.
کابل کې د امریکا کې د جولای د څلورمې د ورځې مراسمو ته په زیات شمیر د افغان حکومت چارواکي او د مدني ټولنې استازي بلل شوي وو.

د امریکا د متحده ایالاتو د خپلواکۍ د ۲۴۱ مه کلیزه د دوشنبې په مازیګر په کابل کې د دغه هېواد د خپلواکۍ تر ورځې یوه ورځ وړاندې د امریکا په سفارت کې په یوه لویه غونډه کې ولمانځل شوه.

د امریکا د متحده ایالاتو خلک هر کال د جولای څلورمه د دغه هېواد دننه او بهر کې د یو لړ ځانګړو مراسیمو په ترڅ کې لمانځي.

د جولای څلورمېد امریکا د خپلواکې ورځې د لمانځلو لپاره د افغانستان د اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله په ګډون د افغان حکومت یو شمېر ملکي او پوځي چارواکو، د پارلمان غړو، د پخواني حکومت یو شمېر پخوانیو چارواکو ، د مدني ټولنو یو شمېرغړو، خبریالانو او په کابل کې میشتو د بهرنیو هیوادونو ډپلوماتانو په کې ګډون کړی وو.

دې غونډې ته د افغانستان جمهوررئیس د ګلو ګیډۍ استولې وه.

غونډه د افغانستان او امریکا د متحده ایالاتو د ملي سرود د غږولو وروسته پیل شوه.

دې غونډې ته په افغانستان کې د امریکا د سفارت ځانګړي شارزدافیر سفیر هوګو لورینز په خپله وینا کې د افغانستان او امریکا د ملګرتوب یادونه وکړه او ویې ویل چې هیواد به یې د افغانانو په خوا کې پاتې شي.

سفیر هوګو لورینز وویل " امریکا د خپلې خپلواکۍ ترلاسه کولو او ساتولو لپاره ډیرې قربانۍ ورکړي دي او په دې برخه کې یې خپل یووالی ساتلی دی. امریکایان په خپله خپلواکۍ ویاړي او هر کال یې لمانځي. د امریکایانو په څېر افغانان په ډیره لیواتیا سره خپلې خپلواکۍ ته ارزښت ورکوي او د پیړیو په اوږدو کې یې د خپلې خپلواکۍ د ساتلو لپاره ډیرې قربانۍ ورکړي دي ، د همدې له امله موږ ویاړو چې د خپلو افغان وروڼو او خویندو سره په کابل کې د خپلې خپلواکۍ ورځ لمانځو".

د امریکا سفیر وویل چې له افغانستان پرته په نړۍ کې بل داسې هیواد نشته چې د دغه هیواد په څېر د تروریزم د پیښو قرباني شوی وي.

د امریکا سفیر په افغانستان باندې د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو تیری د دغه سوله ایز هیواد د اوسیدونکو د ناخوالو پیل وګڼه او ویې ویل چې سرو پوځونو دوه میلونه افغانان ووژل.

سفیر هوګو لورینز د پخوانیو مجاهدینو د ډلو ترمنځ خپلمنځي جګړي او د طالبانو واکمني د افغانانو د کړاونو د کلونو په توګه یادکړل.

سفیر هوګو لورینز وویل چې افغانانو په تېرو شپاړس کلونو کې د پام وړ پرمختګ کړی او ویې ویل چې دی په دې باور دی چې افغانان به بیا تورې دورې ته شاته لاړ نه شي.

سفیر لورینز وویل " د امریکا متحده ایالات افغانانو ته پاخه تعهدات لري او مونږ له دې ځایه بل چیرته نه ځو او ستاسو سره به اوږه په اوږه پاتې شو، مونږ دا کار ستاسو سره د پیوستون د څرګندولو لپاره نه کوو، بلکې د دې کار ترسره کول زمونږ په ګټه هم دي".

هغه وویل چې له افغانانو د جمهوررئیس ډونالډ ټرمپ د ادارې هیله داده چې هغوی متحد واوسي او د خپلې ښې راتلونکې لپاره خپلې هڅې دوه چنده کړي.

هغه د ملي یووالي د حکومت له مشرانو وغوښتل چې سیاسي ډلو د مشرانو سره په ګډه د ملکي او امنیتي ادارو اصلاحاتو بهیر پرمخ بوځي.

هغه په شفافه توګه راتلونکي کال ته د پارلماني ټاکنو او په ۲۰۱۹ کال کې د جمهوري ریاست د ټاکنو ترسره کول د افغان حکومت په دننه او بهر کې د ټولو سیاسي ډلو مسولیت وګڼه او ویې ویل چې د خلکو د باور پرځای کولو لپاره رڼې ټاکنې ډیرې ضروري دي.

اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله دې غونډې ته په وینا کې د افغانانو په څنګ کې د اوږدو کلونو لپاره د نړیوالې ټولنې او په ځانګړي توګه د امریکا د متحده ایالاتو دریدل وستایل او د ټولو هغو قربانیو چې نړیوالې ټولنې په څه باندې یوه نیمه لسیزه کې د افغانستان لپاره ورکړي مننه وکړه.

XS
SM
MD
LG