د لاس رسي وړ اتصالات

په فرانسې کې د ځنگل کمپ له ویجاړولو وروسته د کډوالو وضعیت


تیرکال د فرانسې د "ځنګل" کمپ له ویجاړیدو وروسته کډوال بېلابېلو ځایونو کې ووېشل شول.
تیرکال د فرانسې د "ځنګل" کمپ له ویجاړیدو وروسته کډوال بېلابېلو ځایونو کې ووېشل شول.

د فرانسې دنکرک ته څیرمه د کالې سیمه کې یو کال مخکې د ځنگل کمپ له منځه لاړ خو د مسولینو او خیریه سازمانونو په وینا په دغه کمپ کې له زرگونو کډوالو څخه شاوخوا ٧٠٠ کډوال بیرته د کالې شاو خوا سیمو ته ستانه شوي او بریتانیې ته د غیر قانوني تگ لپاره په ناسمو شرایطو کې شپې سبا کوي.

دغه کډوال له رسمي مرستو پرته په ځنگلونو او پارکونو کې ژوند کوي.

د کالې د کډوالو سره د مرستې ټولنه چې رضاکاره ډله ده دوی سره بڼسټیزې مرستې کوي. د دې ټولنې څخه رضاکاره کلیر موسلي وایي

"له بده مرغه دلته وضعیت د ځنگل له کمپه هم بدتره دی. که څه هم په ځنگل کم هم وضعیت ډیر خرابه و خو لږ تر لږه اوبه او د نظافت اساسي اسانتیاوې وې. خیمې او سرپناه وه. اوس کډوال ډیرې ستونزې لري."

د فرانسې د محکمې د حکم خلاف چې چارواکو ته یې د کډوالو د ښه مواظبت امر کړی و، دوی د خوراک، څښاک او نورو اسانتیاو لپاره بلکل په غیر رسمي رضاکارانه مرستو باندې تکیه کوي.

د خیریه مرستو کارکوونکي وایي بې خوبي، مرستو ته نه لاس رسی او تل د پولیسو له خوا تعقیب، د کډوالو په فزیکي او رواني وضعیت باندې بده اغیزه کړې ده.

میرمن موسلي زیاتوي "دلته داسې خلک شته چې یو شپه یې هم پوره خوب ندی کړی. هغوی په مځکې ویده کیږي او مسولین یې تل له هغه ځایونو څخه شړي. په شپه کې پوره خوب نه کول د انسان په روغتیا او په تیره رواني وضعیت باندې بده اغیزه کوي."

د ژمي د رارسیدو سره د فرانسې په کالې سیمه کې پراته هغه تنکي ځوانان او ماشومان چې د مور او پلار پرته یوازې راغلي تر ټول ډیر اغیزمن کیږي.

د نبي په نوم ١٣ کلن افغان تنکی ځوان د مور او پلار پرته، له دیارلسو هیوادونو نه تیر شوی چې فرانسې ته یې ځان رسولی. هغه وایي د شپې په دوه یا درې بجې د بریتانیې سرحد ته ځي خو سرحد بند وي او بیرته ستنیږي.

" ډیر یخ دی، خوب نشم کولی. پولیس راځي په مونږ د مرچکو سپرې شیندي او سپي راباندې خوشې کوي. بله ستونزه دا ده چې سرحد تړلی دی. مونږ د اوښتو هڅه کو، بیرته راځو او بیا ځو او راځو. دا مو ژوند دی."

په دې ځنگله کې له عراق څخه یوه کردي کورنۍ هم ژوند کوي چې له خپل هیواده د دې لپاره تښتیدلي چې عیسوي مذهبه دي.

د څلورو ماشومانو مور، حرمن ابراهیم وایي"ژوند ډیر ستونزمن دی، په تیره دلته د ماشومانو لپاره ډیره سخته ده، هغوی ښوونځي ته نشي تلی او راتلونکی نلري حتی د سر و ځان منځلو لپاره اسانتیاوې نشته."

خیریه سازمانونه او کډوال وایي چې سیمه ایز پولیس د کډوالو خیمې ځیري او هغوی په نیمه شپه کې په زوره د اوښکې بهونکي گاز او د سپو په مرسته له خیمو نه ایستلو ته مجبوره کوي څو دلته د ځنگل په څیر یو بل کمپ جوړ نشي.

XS
SM
MD
LG