د لاس رسي وړ اتصالات

اروپا کې د ترهگرۍ ضد هڅې ګړندې شوي


د پاریس له بریدونو وروسته ځينو اروپایي هیوادونو کې د ورته بریدونو د مخ نیوي اقدامات ترسره شوي
د پاریس له بریدونو وروسته ځينو اروپایي هیوادونو کې د ورته بریدونو د مخ نیوي اقدامات ترسره شوي

په یونان کې په څلورو نیول شویو کسانو کې هغه سړی هم شامل دی چې گمان کېږي د بلجیم د جهادي کړۍ مشر دی.

د بلجیم چارواکي شک لري چې په اتن کې د عملیاتو په ترڅ کې نیول شوي کسانو کې به د عبدالحمید عبود په نوم یو ٢٧ کلن سړی هم شامل وي چې د بروکسل اوسیدونکی دی او په خټه د مراکش دی.

داسې ګومان کیده چې ښاغلی عبود به په بلجیم کې د ترهگریزې څانګې مشر وي چې تیره پنجشنبې په دې هیواد کې د امنیتي ځواکونو له خوا ورباندې عملیات ترسره شو.

په ورته وخت کې د بلجیم پوځيان له څو لسیزو وروسته د شنبې په ورځ د لومړي ځل لپاره سړکونو ته ووتل او پر یهود میشتو سیمو باندې د احتمالي بریدونو د مخنوي په موخه کلک امنیتي تدابیر ونیول.

د بلجیم د دفاع وزیر سټیفن ونډیپت په دې اړه یوې غونډې ته وویل: " نن ١٥٠ سرتیري وگومارل شول، دا شمیر به نور هم زیات شي او شاو خوا ٣٠٠ تنو ته به ورسیږي. نن مونږ په انتورپ او بروکسیل کې خپل سرتیري و گمارل."

د فرانسې جمهور رئیس فرانسو اولاند په خپل استوگن ځای کې د یوې وینا په ترڅ کې د نړیوالې ټولنې نه مننه وکړله.

ښاغلي اولاند وویل "مونږ یو هیواد، یو خلک او یوه فرانسه یو. یوه داسې فرانسه چې د مذهبونو، عقایدو او حساسیتونو توپیر نکوي. یوه فرانسه چې د هغو خلکو په وړاندې سور اور دی چې مذهبي جگړو ته لمن وهي."

د فرانسې سره د یووالي لاریون

بل خو د یکشنبې په ورځ خلک د نړۍ په ځیني ښارونو کې په فرانسې باندې د تیرې اونۍ د اولسو وژل شویو فرانسویانو په یاد لاریونونه کې برخه واخیستل.

په بریټانیې کې د لندن ټاور برج برقونه د فرانسې سره د ملاتړ لپاره د فرانسې د بیرغ رنگونه ښکاروول او شاو خوا ته یې لږ تر لږه زره کسه راټول شوي ووکړ. په روم کې سلگونه خلک په هغه ښار کې د فرانسې د سفارت مخ ته راټول شوي و.

په فرانسې باندې د بریدونو د غندلو لپاره د لاریونون په لړۍ کې د یکشنبې په ورځ ٢٠٠ کسه د لبنان پلازمینه بیروت کې راټول شوي و چې په فرانسې باندې بریدونه یې وغندل.

په غزه کې شاو خوا ٢٠ کسه د فرانسې د فرهنگي مرکز مخ ته راټول شول و او د پاریس د تیرې اونۍ بریدونه یې وغندل.

په غزې کې د حماس مشران هم د فرانسې په طنزیه مجلې باندې برید وغندو خو په پاریس کې د یهودي پلورنځي د برید په هکله یې هیځ تبصره ونکړله چې پکې څلور یهودان وژل شوي و.

تر ټولو پراخ لاریون د یکشبنې په ورځ د فرانسې په پلازمینه پاریس کې ترسره شول چې د فرانسوي مطبوعاتو په وینا پکې ٣ میلونه خلک راټول شوي و چې د فرانسې په تاریخ کې ساری نلري.

د شارلي ابدو ضد مظاهرې

خو د شارلي ابدو د طنزیه مجلې د غندولو لپاره چې د خپلې ورستۍ گڼې په پوښ کې یې د اسلام پیغمبر ته منسوب کارتون خپور کړی و، ځیني اسلامي هیوادونو کې د جمعې او شنبې په ورځ لاریونونه وشول. په دې اړوند تر ټولو خونړۍ مظاهرې نایجیر کې ترسره شوې چې پکې لږ تر لږه ١٠ کسان ووژل شول.

پولیس د یکشنبې په ورځ په نایجیر کې د شارلي ابدو د طنزیه مجلې د غندلو لپاره د راټول شوي مظاهره کوونکو د خپرولو لپاره د اوښکې بهونکي گاز نه کار واخیست.

د نایجیر حکومتي چارواکو د جمعې په ورځ د فرانسې په دغه پخوانۍ مستعمره کې د شارلي ابدو د طنزیې مجلې په ضد د لاریونو په جوړولو بندیر لگولوی و. خو مظاهره کوونکو د حکومت غوښتنه ومنله او د دوه ورځني لاریونونو په ترڅ کې یې په کلیساگانو، شرابخانو او د پولسو په مرکزونو باندې بریدونو کې ١٠ کسه ووژل.

په نایجیر کې مظاهرې خونړۍ دي
په نایجیر کې مظاهرې خونړۍ دي

بل خوا د فرانس پریس خبري اژانس د پاریس د سیمه ایزو چارواکو له قوله خبر ورکړ چې په شارلي ابدو مجلې باندې بریدگر، شریف کواشي چې تیره اونۍ یې د دې طنزیه مجلې ١٢ کارکونکي وژلي و، د شنبې په شپه د کلکو امنیتي تدابیرو په ترڅ کې د پاریس نه دباندې په یوې هدیرې کې خاورو ته وسپارل شو.

سیمه ایزو چارواکو وویل کواشي د شنبې شپه ناوخته د ژنیوویلا سېمې په هدیره کې، خاورو ته وسپارل شو. نوموړي په همدې سیمه کې ژوند کاوه. د کواشي د جنازې په مراسمو کې خپلوان یې برخه نه و اخیستي او قبر باندې یې په دې هدف نښه نده لگول شوې چې اسلامپال سخت دریځي پرې زیارت جوړ نکړي.

XS
SM
MD
LG