د لاس رسي وړ اتصالات

فرانسه په ښوونځیو کې د موبایل کارول بندوي


د فرانسې حکومت تصمیم نیولی چې ډیر ژر په ښوونځیو کې له موبایل تیلیفون نه استفاده کول بند کړي.

دغه اقدام د زده کوونکو په ذهني سلامتۍ باندې د هوښیارو تیلیفونو د اوږدمهاله تاثیراتو په اړه د اندیښنو له مخې نیول شوی دی.

د فرانسې د قوانینو له مخې زده کوونکي نشي کولای چې په درسي ټولگیو کې له تیلیفون نه استفاده وکړي. خو ښوونځي پدې فکر کوي چې آیا زده کوونکي د تفریح پر وخت له موبابل نه کار واخلي او که نه؟

د فرانسې د پوهنې وزیر ژان میشل بلانکور، ویلي چې په ښوونځیو کې د موبایل تیلیفون بندول به د زده کوونکو د روغتیا په اړه اندیښنو ته ځواب ووایي.

د نړۍ په یو شمیر هیوادونو کې شاگردان اجازه لري چې درسي خونو کې له تیلیفون او نورو دستگاو نه چې د انټرنیټ سره تړل کیږي کار واخلي.

بلجیم، کاناډا، ایټالیا او د امریکا یو شمیر ایالتونه په ښوونځیو کې زده کوونکو ته اجازه ورکوي چې د تیلیفون په څیر له برقي وسایلو نه د تفریح پر وخت گټه واخلي.

خو د جرمني او بریتانیا یو ایالتونو په ښوونځیو کې له موبایل تیلیفون نه استفاده کول منع کړي دي.

XS
SM
MD
LG