د فرانسوي پولیسو د ورځ تر بلې زیاتیدونکو ځان وژنو په لړ کې دا اونۍ دوه نورو پولیسو ځانونه وژلي.
له دغو دوو پيښو سره په فرانسې کې د ۲۰۱۹ میلادي کال د پیل راهیسې د پولیسو د افسرانو د ځان وژنو پیښې ۲۸ ته ورسیدې.
د فرانسې د پولیسو د افسرانو اتحادیې ددغو پیښو په غبرګون کې د کورنیو چارو وزیر سره د یوې بیړنۍ غونډې غوښتنه کړې ده.
د”لي موند“ په خبرپاڼه کې راغلي چې د ځان وژنو د دغو پيښو په لړ کې د تیرې پنجشنې په ورځ یو ۴۸ کلن پولیس د جنوبي مونت پیلیر سیمه کې د خپلې پوستې دننه ځان په خپلې وسلې وژلی.
همداراز د یو بل راپور په اساس په پاریس ښار کې د پولیسو د یو ۲۵ کلن مامور مړی د هغه په کور کې موندل شوی.
د فرانسې د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې په ۲۰۱۸ کال کې د پولیسو ټولټال ۶۸ افسرانو ځان وژنه کړې وه.
د فرانسې د پولیسو د افسرانو اتحادیه وایي چې د پولیسود ځان وژنې په اړه د پوهاوي پروګرام چې له تیر کال راهیسې جوړ شوی، باید په یوه”ملي آرمان" بدل شي او دولت ورته اهمیت ورکړي.