د لاس رسي وړ اتصالات

داسي ښکاري چې د فرانسې ولسمشر لومړۍ دوره انتخابات بایلول


د فرانسې په لومړۍ دوره ټولټاکنو کې د سوسیال ګوند څخه فرانسیز هولاندې تر اوسني ولسمشر نیکولاس سرکوزي مخکي شو. د رایوو د شمیرلو بهیر تقریبا پای ته رسیدلی دی او هولانډې ۲۸ په سلو کې رایې ګټلي دي په داسي حال کې چې اوسني ولسمشر سرکوزي ۲۷ په سلو کې رایې ګټلي دي. د مې پر ښپږمه به د د دواړو سیالانو ترمنځ دویم ځلي انتخابات ترسره شي.

د فرانسې په لومړۍ دوره ټولټاکنو کې ۱۰ کاندیدانو برخه اخیستې وه چې اته حذف شول او دویم دورې ته یواځي دوه کسه پاته شول خو د ښي لاس ګوند د ۱۸ په سلو کې د رایوو په ګټلو سره ټول حیران کړل ځکه دا لومړی ځل دی چې د مهاجرت ضد ګوند دومره ډیرې رایې ګټي.

د اوسني ولسمشر سرکوزي سیال هولانډې وویل چې هغه د پرون ورځې په ټولټاکنو کې تر ټولو غېښتلی کاندید ثابت شو خو خپلو پلویانو ته یې خبرداری ورکړ چې ولسمشر سرکوزي به د مې د شپږمې نېټې د ټولټاکنو مخکي پرې زیاته اندزاه انتقادونه او سیاسي بریدونه وکړي.

XS
SM
MD
LG