د لاس رسي وړ اتصالات

د ملگرو ملتونو د بشري حقونو کمیشنر پر ټرمپ سخت انتقاد وکړ


ښاغلي الحسین د ژورنالیستانو په هکله د جمهور رئیس ټرمپ څرگندونې "خطرناکې" وگڼلې

د ملگرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمیشنر د چهارشنبې په ورځ وویل چې د ژورنالیستانو په هکله د امریکا د متحده ایالاتو د جمهور رئیس دونالد ټرمپ "له سپکاوي ډکې" څرگندونې ښایي په ځینو مشخصو ټولنو کې د ژرونالستانو سره خشونت ته لار پرانیزي.

د ملگرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمیشنر زید رعد الحسین، ویلي دي چې د مطبوعاتو ازادي نه یواځې د امریکا د متحده ایالاتو د اساسي قانون "د تهداب ډبره" ده، بلکه امریکا د کلونو راهیسې ددې اصل نه دفاع کړې ده. خو اوس د ښاغلي الحسین په وینا د مطبوعاتو ازادي "ددې هیواد د جمهور رئیس تر بریدونو" لاندې راغلې ده.

ښاغلي الحسین په یو خبري کنفرانس کې د ژورنالیستانو په هکله د جمهور رئیس ټرمپ څرگندونې "خطرناکې" وگڼلې.

یوه اونۍ مخکې جمهور رئیس ټرمپ د متحده ایالاتو د اریزونا په ایالت کې د وینا پر وخت د هغې مظاهرې دفاع وکړه چې د ویرجینیا په ایالت کې د سپین پوستو توپیر غوښتونکو له خوا شوې وه.

ښاغلي ټرمپ د ویرجینیا د ایالت په شارلتزویل کې د سپین پوستو توپیرغوښتونکو د مظاهرې په اړه د راپور ورکولو په بڼې انتقاد وکړ او وویل چې ژورنالیستان هېڅ رښتیني نه دي.

دا لومړی ځل نه دی چې جمهور رئیس ټرمپ پر ژورنالیستانو انتقاد کوي. په ٢٠١٥ کال کې تقریباً د امریکا د متحده ایالاتو د جمهوري ریاست د انتخاباتي مبارزې له پیل راهیسې ښاغلي ټرمپ تل پر ژورنالیستانو نیوکې کړي او ځنې وختونه یې هغوی ته د "درواغجنو " خطاب کړی دی.

XS
SM
MD
LG