د لاس رسي وړ اتصالات

فریدم هاوس: په افغانستان کې د بیان آزادي کمه شوې ده


له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو د وتلو په درشل کې د ژورنالستانو او ملکي وگړېو په وړاندې د تاوتریخوالي کچه لوړه شوې ده.

په افغانستان کې د جمهوري ریاست د ټاکنو پر مهال ددغو ټاکنو په اړه د جنجال د اوږدوالی او سیاسي بی ثباتۍ او د بهرنیو ځواکونو د وتلو د اعلان له ا مله پرحالاتو تر زیاتې اندازې ناوړه اغېزه وشوله. او د دوه زره څوارلسم کال په لومړیو شپږو میاشتو کې پرملکیانواو افغان پوځي ځواکونو باندې بریدونه زیات شول چې ورسره د ژورنالستانو ژوند ته هم د خطر کچه لوړه شوه.

د دوه زره څوارلسم کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د ژورنالستانو ژوند ته د خطر کچه لوړه وه.
د دوه زره څوارلسم کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د ژورنالستانو ژوند ته د خطر کچه لوړه وه.

یو نوی رپوټ وایي په تیرو لسو کلونوکې د نړيوالو کاري شرایطو له لحآظه د خبري رسنیو د کارکونکو کاري کیفیت تر ټولو ټیټې کچې ته نزول کړی دی. د نوې مطالعې پایله وایي ژورنالستان د حکومت، تندلارو، مجرمینو او حتی د خبري ادارو د مالکینو له خوا د راز راز بندیزونو سره مخامخ کیږي.

خبري ورځپاڼې هر ځای لاسته راوړی شئ او یا هم وروستِي خبري سر ټکي پخپل تیلفون کې لوستئ شئ. پداسې حال کې چې خبر ته لاس رسی اوس آسانه دی، د فریدم هوز په نوم د څار د خپلواکې نړیوالی ادارې د یوه رپوټ پر بنسټ ژورنالستان ځانونه په محاکمو او زندانونو کې له تهدید او چوپه خوله پاتې کېدلو او ویرولو سره مخامخ وینی.

د فریدم هوز د ادارې مرستیاله، ونیسا تکر، د مطبوعاتو د آزادۍ د ټیټیدو علتونه داسې تشریح کوي. «له بده مرغه خبرونه ډیر ناوړه دي. د مطبوعاتو د آزادۍ اندازه په دوه زره څوارلسم کې په نړیواله کچه ټیټه شوه چې په دې لسیزه کې تر ټولو ټیټه اندازه په ډاگه کوي چې چارې یې د پخوا په پرتلې په پوره سرعت مخ په ویجاړیدو دي.»

د مطبوعاتو د آزادۍ د دوه زره پنځلسم کال د رپوټ پر بنسټ په مکسیکو کې ژورنالستان تهدیدیږي او هلته یو بحث پارونکی قانون هم وضع شوی دی.

پداسې حال کې چې د شمالي امریکا د اکثرو برخو ارزونې مطبوعات آزاد بللي دي.

د لاتینې امریکا په ځینو برخو کې تر یوه بریده هم آزادي او هم بندیزونه تر سترگو کیږي.

پر متحده ایالتونو باندې دا نیوکه ده چې د فرگیسن مزوري د مظاهرو پر مهال د پولیسو له خوا د ژورنالستانو سره ناوړه چلند شوی و.

د آسیا او آرام اقیانوس په سیمه کې د نفوس یوازې پنځو فیصدو ازادو مطبوعاتو ته لاس رسۍ درلود.

پداسې حال کې چې پاتې برخو کې آزادي پنځوس فیصده وه.

د نولس سوه نویمې لسیزې نه راپدې خوا پداسې حال کې چې چارواکي ژورنالستان زنداني کوي او پر رسنیو باندې یې خپل کنترول لا کلک کړی دی، د چین درجه پدې کې تر ټولو ټیټه ده. د ونیسا تکر غبرگون پدې اړه دا و، «یوه برخه چې مونږ پکې اوسمهال لویه نړیواله او سیمه اییزه ستونزه گورو- د چېن په شان د لویو لوبغاړو اغیز دی چی پر گاونډېو باندی یی کوي. نو مونږ ولیدل چې هغه گامونه چې چین پورته کړل په هانگ کانگ، تایوان او ځینو نورو گاونډېو هیوادونو باندې خورا منفي اغیزه وکړه.»

په سوریې کې خونړۍ کورنۍ جگړې ژورنالستان د لويو خطرونو سره مخامخ کړي دي.

رپوټ وایي په منځني ختیځ او د افریقا په شمال کې یوازې دوه فیصده خلک د مطبوعاتو آزاد چاپیریال لري. په عین وخت کې ددې سیمو اکثره خلک په هغو هیوادونو کې ژوند کوي چې غیر آزاد بلل شوي دي.

د افریقا د جنوب د صحرا په هیوادونو کې د نفوس یوازې درۍ فیصده معلوماتو او د آزادو مطبوعاتو خبرونو ته لاس رسۍ لري.

د نیمایی نه زیات نور مطبوعات تر یوه حده آزاد دي او څلویښت فیصده نورو باندې بلکل بندیز لگول شوی دی.

د فریدم هاوس رپوټ وایي د یوریژیا د سیمې په هېوادونو کې د مطبوعاتو د آزادۍ کچه په ناوړه بڼه په نړۍ کې تر ټولو ټیټه پاتې ده.

د اتیاو فیصدو نه زیات مطبوعات پکې آزادِي نلري او پاتی شل فیصده یی نسبي آزاد گڼل کیږي.

فریدم هاوس وایي رسنیو ته مخ په زیاتیدونکی گواښونه په نړۍ کې دیموکراتیکو ارزښتونو ته لویې ستونزې پېدا کړې دي.

XS
SM
MD
LG