یو فرانسوي سړي چې د خپلې ښځې او څلورو ماشومانو په وژلو یې اعتراف کړی ويلي، دې کار ته د هڅونې "غږونه یې اورېدلي."
پولیسو د دوشنبې په ورځ دا کس چې ویل کیږي ذهني ناروغي لري، د خپلې ښځې، او څلورو ماشومانو د وژلو په تور ونیو.
د هغوی مړي یوه ورځ وړاندې د پاریس ختیځ ددغو کسانو په کور کې موندل شوي وو.
د سیمې څارنوال جین باپټیسټ بلاډیر وویل، د هغه د مېرمن او دوو اووه او لس کلونو لوڼو مړي په داسې حال کې وموندل شول چې په چاقو باندې "په ډیرې بې رحمۍ سره" لس ځله وهل شوي وو.
د یو څلور کلن او بل د نهو میاشتو زامنو په اړه یې ویل شوي چې په اوبو کې ډوب شوي او مړه شوي دي.
بلاډیر وویل، نیول شوي کس د تحقیقاتو پر مهال ویلي چې د خپلې میرمنې او ماشومانو د وژلو پر مهال یې "ځان بې کسه" احساس کړی دی.
څارنوالانو نه دي ویلي چې دا پېښه په کوم تاریخ شوې ده. پولیسو د هغوی مړي دوشنبې د مسیحي میلاد (کرسمس) په ماښام نهه بجې موندلي وو.
ګاونډیانو پولیسو ته ویلي چې له دې یوه شپه وړاندې یې له دغه کور څخه د ژړا غږونه اورېدلي وو.
دا کس په ۲۰۱۹ کې هم پر خپلې ښځې د چاقو د ګوزار له کبله نیول شوی و خو ښځې یې ورباندې له عریضې کولو ډډه کړې وه او له همدې کبله ازاد شوی و.
فورم \ دبحث خونه