د لاس رسي وړ اتصالات

غوړو کې د زیاتي سري شوي غذا خوړل عمر لنډوي – څیړنه


وریت شوی چرگ، ماهي، چپس او پکوړي ښایي ډیرو ته خوندور خواړه وي، خو د یوې نوې څیړنې پایلې ښیي چې ددغو خواړو دوامداره او زیات استعمال ناوړ روغتیایي پایلې لرلی شي.

دغې نوې څیړنه وايي په خاصه توګه هغه ښځې چې په اونۍ کې له یو ځل نه زیات وریت شوی چرگ یا کب خوري په قلبي ناروغۍ باندې د اخته کیدو چانس یې زیات دی.

ددغې څیړنې لوړپوړي څیړونکي وي باو، چې د امریکا د ایوا ایالت د عامې روغتیا د پوهنتون استاد دی ویلي دي چې د زیاتې سرې شوې غذا خوراک په قلبي او د رگونو په ناروغۍ باندې د اخته کیدو خطر زیاتوي، ژوند لنډوي او کیدای شي د مړینې سبب شي.

ډاکتر باو او همکارانو یې پدې څیړنه کې د "ښځو د روغتیا د نوښت" اړوند اطلاعات څیړلي دي. د ښځو د روغتیا نوښت یو څیړنیز پروگرام دی چې د امریکا د حکومت له لورې تمویلیږي او د هغو ښځو د قلبي، سرطان او نورو ستونزو باندې تمرکز کوي چې عمر یې د "میاشتنۍ ناروغۍ" له وخت نه اوښتی وي.

پدغه څیړنه کې د ۱۹۹۳ تر ۱۹۹۸ پورې د نژدې ۱۰۷ زره ښځو څخه چې عمر یې له ۵۰ تر ۷۹ پورې و د هغوی میاشتني ناروغي، غذایي رژیم او روغتیایي ستونزو په هکله پوښتنې شوې دي. وروسته څیړونکو دغه کسان تر ٢٠١٧ کال پورې څارلي دي.

ددغو دوه نیمو لسیزو په ترڅ کې په څیړنه کې شاملې ۹۳۲۰ ښځې د زړه ناروغۍ، ۸۳۵۸ ښځې د سرطان او ۱۳۸۸۰ ښځې د نورو امراضو په وجه مړې شوې دي.

پوهانو موندلي هغو ښځو چې سرې شوې غذاگانې یې زیاتې خوړلې په قلبي ناروغیو اخته شوي دي. د گډون کوونکو له دریو څخه یوه برخه چې په اونۍ کې یې یو یا دوه ځله سرې شوې غذاگانې خوړلې د بدن وزن یې زیات و.

له دې سره سره پدې څیړنه کې د شاملو پوهانو په وینا دغه نوې موندنې یواځې د امریکا په متحده ایالاتو پورې مربوطې دي او نشي کیدای چې هغه د ټولې نړۍ په اړه وگڼل شي، ځکه د هغوی په وینا هر هیواد او هر کلتور د غذا د سره کولو ځانگړې لارې چارې لري.

په اسپانیا کې یوې ورته څیړنې د سرې شوې غذا او مړینو ترمنځ هیڅ اړیکه نده ښودلې، ځکه په اسپانیا کې زیاتې غذاگانې د زیتونو په غوړیو کې سرې کیږي.

XS
SM
MD
LG