د فولبرایټ محصلینو د متحده ایالاتو د سولې په انستیتیوت کې د افغانستان د حالاتو په اړه خپلې مقالې وړاندې کړې او هر یو په خپل مسلک کې د افغانستان او متحده ایالاتو پر تگلارو نیوکې وکړې او د راتلونکې په اړه یې نظرونه ورکړل.
صبغت الله خان په جورج ټاون پوهنتون کې د دموکراسي او حکومتولۍ په څانگه ماستري کوي او په دې غونډه کې یې د سوې د بهیر په اړه وویل چې د دواړو لوریو غوښتنې واضح نه دي.
صبغت الله زیاته کړه "د افغانستان حکومت باید په تاجکستان کې د اسلامي سخت دریځو سره د سولې له بریالۍ پروسې زده کړه وکړي او مخالفاتو ته د هغوی د غوښتنو نړیوال ضمانتونه ورکړي."
د انډیانا په ایالت کې د سیاسي علومو او ژورنالزم د ماسترۍ محصل صمیم عارف په نړیوالو غږ وکړ چې افغانستان یوازي پرېنږدي.
ښاغلي عارف زیاته کړه " د ځواکونو پر را ایستلو د متحده ایالاتو مسؤلیت پای ته نه رسیږي، او نه هم د افغانستان ارزښت کمیږي. امریکا باید د افغان ولس سره خپلې مالي، نظامي او بشري مرستې زیاتې کړي."
عارف د افغانستان پر حکومت هم غږ وکړ چې د سیمې په اقتصاد کې د افغانستان د ونډې د زیاتولو هڅې باید گړندۍ کړي او جغرافیوي موقعیت څخه باید گټه واخیستل شي.
یوشمیر کسان د طالبانو سره د سولې په خبرو اترو کې د ښځو حقونو ته د پام نه کیدلو ویره لري خو د فولبرایټ محصلې شغله هلالي وویل چې د ښځو تر ټولو ستره غوښتنه "سوله او امنیت" دی.
دغه ځوانان د فولبرایټ د سکالرشیپ له لارې د متحده ایالاتو په مختلفو ایالاتو کې په پوهنتونو کې د ماسترۍ د دورې زده کوونکې دي او څه موده وروسته فارغیږي.
دوی د افغانستان د حالاتو او د متحده ایالاتو په ستراتیژۍ لسگونه مقالې او تحقیقاتيي راپورونه لیکلي دي او دا لومړۍ ځل و چې د واشنگټن په یو تحقیقاتي مرکز کې راټول شوي وو.
د فولبرایټ محصلینو ژمنه وکړه چې ډیر ژر بیرته افغانستان ته ځي او د عملي کار د پیلولو د پاره سولې او امنیت ته اړتیا لري.