د لاس رسي وړ اتصالات

د جي شل غونډه پای ته ورسیده


د جي شل غونډه پای ته ورسیده
د جي شل غونډه پای ته ورسیده

د نړۍ د شلو سترو بډایه هیوادونو د مشرانو غونډه پرون د جمعې په ورځ پای ته ورسیده.

د امریکا ولسشمر پدې غونډې کې وویل چې د اروپایي هیوادونو د اقتصاد د بیرته په پښو دریدلو لپاره اقدامات شویدي. د فرانسې د کین د ښار نه د امریکا غږ خبریال کینټ کللاین پدې اړه دا رپوټ رالیږلی.

د نړۍ د شلو سترو بډایه هیوادونو مشران د فرانسې د کین په ښار کې چې د مشهورو او بډایه خلکو په لوبغالي شهرت لري، پدې خاطر جرګه شوي وو چې د نړۍ په اقتصاد بحث وکړي.

د امریکا ولسمشر براک اوباما پدې هیلې د کین ښار ته تللی ؤ چې د اروپایي هیوادونو سره د پورونو د هغه بحران په مخنیوي کې مرسته وکړي چې یونان ورسره لاس او ګریوان دی.

" په تیرو څلور ویشتو ساعتونو کې چې څه په یونان کې پیښ شول دا څرګندوي چې پکار ده دا پلان دې په بشپړه توګه او هر څومره ژر چې امکان لري باید چې تطبیق شي. په تیرو دوه ورځو کې چې کوم مالومات ما ته د اروپایي هیوادونو د مشرانو لخوا راکړل شویدي، زه پدې ډاډه یم چې اروپا د دې ستونزې چاره کولی شي. "

ښاغلي اوباما وویل د اروپا د اقتصادي وضعې د بیرته ښې کیدلو لپاره ټول امکانات په کار اچول شویدی.

" د بحران د مخنیوي لپاره د اعتبار وړ اقدامات کول، د اروپایي بانکونو غښتلي کول، د یونان لپاره د یوې باثباته لارې پیدا کول او د مهمو موضوعاتو سره مبارزه کول چې د اوسني بحران اصلي عوامل دي. "

په عین حال کې د ایټالیا صدر اعظم سیلوي برلاسکوني هغه اندیښنې کمې کړې چې ګنې د هغه په هیواد کې به هم د پورونو بحران راشي. ښاغلي برلسکوني دا خبره ومنله چې د اروپایي ټولنه او د پیسو نړیوال وجهي صندوق کولی شي د ایټالیا د اقتصادي بیارغونې د چارو څارنه وکړي.

ښاغلي اوباما وویل د ایټالیا اقدامات ټینګ او د اعتبار وړ دي او کولی شي چې د اروپا د اقتصاد د بیرته په پښو دریدلو کې مرسته وکړي. اوباما همدارنګه د نړۍ نورو مشرانو دا ډاډ ورکړ چې د امریکا د سستې اقتصادي بیارغونې چارې به ګړندۍ کاندي.

اوباما د امریکا د خراب اقتصاد پړه یو څه د اروپا د پورونو په ستونزې باندې واچوله خو تر څنګ یې دا هم وویل چې امریکا د اروپا د اقتصادي بیارغونې د اصلاحاتو ملاتړ کوي.

" که چیرته د اروپا اقتصاد پرمختګ ونکړي، نو دا زمونږ لپاره هم ګرانیږي چې د امریکا د ولس لپاره هغه څه وکړو چې ضرورت دی ورته اوهغه د کارونو پیدا کول، د منځنې کچې د خلکو راپورته کول او د اقتصادي سیستم منظم کول دي.

او په همدې خاطر ما دا خبره په ښکاره وکړه چې د روان بحران د حل لپاره به امریکا د خپلو اروپایي انډیوالانو سره تر خپلې وسې همکاري کوي. "

د نړۍ د شلو سترو بډایه هیوادونو مشرانو د فرانسې د کین په ښار کې د اقتصادي موضوعاتو تر څنګ په امنیتي او ځینو نورو مسایلو باندې بحثونه وکړل.

XS
SM
MD
LG