د لاس رسي وړ اتصالات

د جي۲۰ اعلامیه: د ډلې خپلمنځي درز څرګند شو


د جي شل هیوادونو د ٢٠١٧ کال غونډه د جرمني په هامبورگ کې وشوه
د جي شل هیوادونو د ٢٠١٧ کال غونډه د جرمني په هامبورگ کې وشوه

د جي ۲۰ ډلې د نن ورځې وروستۍ اعلامیې د پاریس د موافقې په اړه هغه درز برسیره کړ چې د امریکا او د ډلې د پاتې غړو تر منځ موجود دی.

د جي ۲۰ ډلې د نن ورځې وروستۍ اعلامیې د پاریس د موافقې په اړه هغه درز برسیره کړ چې د امریکا او د ډلې د پاتې غړو تر منځ موجود دی.

د جي۲۰ یا د نړې د شلو سترو اقتصادي ځواکونو په هغه وروستۍ اعلامیه کې چې ددې ډلې مشرانو پرې موافقه کړې ده راغلي دي چې دغه ډله د پاریس له تړون څخه د متحده ایالاتو د وتلو پریکړه مني.

خو اعلامیه زیاتوي "د جي۲۰ نور غړي وايي چې د پاریس موافقه په شاتلونکې نه ده."

سوداګري چې په دوره ورځنۍ غونډه کې د اختلاف بله موضوع وه. د اعلامیې له مخې، د ډلې مشرانو موافقه وکړه چې د داخلي تولیداتو د ملاتړ د پالیسي پر خلاف به مبازه وکړي خو د سوداګرۍ د مشروعو دفاعي وسایو رول مني.

د نړۍ د سترو اقتصادي مشرانو له دغه غونډې څخه زیاتې تمې نه درلودي، ځکه چې د ګوښه والي او داخلي تولیداتو په برخه کې د امریکا د نوې ادارې د تمایلاتو په اړه یې اندیښنې درلودې.

د جرمني صدراعظمه انګیلا مرکل پرون په یوه وینا کې ددې ډلې له مشرانو وغوښتل چې له جوړجاړي نه کار واخلي.

هغې وویل "مونږ ټول پوهیږو چې سترې نړیوالې ستونزې مخې ته لرو او وخت کم دی، خو د حل لاره یې هغه وخت رامنځته کیدلای شي چې مونږ جوړجاړي ته چمتوالی ولرو او له یو بل سره نږدی شو."

د اقلیمي بدلون موضوع د هغو خبرو یو عمده ټکی وی چې د روسیې جمهور رئیس ولایمیر پوتین او د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون تر منځ نن وشوې.

د روسیې ولسمشر وویل "مونږ د اقلیمي بدلون موضوع تعقیبوو. مونږ ددې ستونزې په اړه پریکړې کړې دي او غواړو چې عملي یې کړو."

په ورته وخت کې د ګرین پیس انټرنیشنل یا د شنې سولې په نامه نړیوال سازمان هم نن له پرمختللو هیوادونو وغوښتل چې د زهرجنو ګازونه د خپرولو د مخنیوي لپاره په داسې حال کې نوي ګامونه پورته کړي چې ولسمر ټرمپ له دې تړون نه وتلی دی.

ددغه سازمان اجرائیوي مشرې جینفر مورګن نن د جې-۲۰ سرمشریزې غونډې په ترڅ کې د اسوشیټډ پریس خبري اژانس ته وویل " دا څرګنده ده چې د اقلیمي بدلون په اړه ټرمپ له پاتې نړۍ نه ګوښه دی."

سرمشریزه غونډه او تاوتریخوالي

په ورته وخت کې پولیسو وویل چې یو شمیر مظاهره چیان هامبورګ په بندر کې یو شمیر مظاهره چیان غوڼد شوي چې د دریمې ورځې د تاوتریخوالی ویره یې رامنځته کړې ده.

یو شمیر مظاهره کوونکو تیره شپه د هامبورګ په ښار کې تاوتریخوالي ته مخه کړه او شاوخوا پنځوسو کسانو یوه مغازه او ځینې پلورنځیو لوټ کړل.

یو دکاندار وویل چي ګډوډي غوښتونکو زمونږ له کور سره نږدې د پولیسو په موټر حمله وکړه او بیا یې په لاره کې ټایرونو ته اور ورته کړ.

د باربرا مندن په نامه د هامبورګ یوې اوسیدونکې وویل "ځینو کسانو تیره شپه خنډونه رامنځته کړل او ځینې پیښې وشوې. څرګنده ده چې زه له داسې خلکو سره نوره خواخوږي نلرم."

د ټرمپ او پوتین لیدنه

د جې شل د ډلې د خبرو یوه مهمه موضوع د تیرې ورځې هغه غونډه وه چې د امریکا ولسکشر ډانلډ ټرمپ او د روسیې د جمهور رئیس ولادیمیر پوتین ترمنځ د عمومي غوڼدې په څنډو کې وشوه.

ددې غونډې په نتیجه کې دواړو لوریو په سوریه کې په یو قسمې اوربند موافقه وکړه او د امریکا په ټاکنو کې د روسیې د لاسوهنې موضوع یې یو څه روښانه کړه. روسیې له ښاغلي ټرمپ نه د هغه هیواد د لاسوهنې ثبوت وغوښت.

د ښځینه متشبثینو لپاره نړیوال صندوق

بل لوري ته ښاغلي ټرمپ د جې-شل دخبرو په څنډو کې یوې غونډې ته وویل چې د ښځینه متشبثینو د صندفو نوښت به د ښځو په وړاندې موجود خنډونه له منځه یوسي چې د میلیونونو کسانو په ژوند کې د بدلون راوستلو لپاره کاروبار پیل کړي.

هغه وویل "دا به د مییلیونو کسانو په ژوند کې بدلون راولي او له هغو ښځو سره به مرسته وکړي چې استعداد او د کاروبار روحیه لري. دا به د نړۍ بې شمیره ښځو ته یوه نوې هیله وبخښي."

هغه د خپلې لور ایوانکا ټرمپ هم ستاینه وکړه چې ددغه صندوق یې رامنځته کړی دی.

سرمشریزه غونډه او کمې تمې د نړیوال بانک رئیس جم یانک کم نن اعلان وکړ چې د ښځینه متشبثینو د نوښت په نتیجه کې یې د امریکا په شمول د نړې د هیوادونو څخه یې ۳۲۵ میلیونه ډالر ټول کړي دي.

XS
SM
MD
LG