ناتو وایی چی د گردیز په ښار کی د یوی پوځی اډی د باندی په چاودنه کی د هغوی دوه عسکر وژل شوی دي
افغان چارواکي وایی چی په نننۍ چاودنه کی دوه کسه نور هم وژل شوي او یو شمیر نور زخمی شوي دي .
یوه ولایتی حکومتی ویاند ویلی چی دغه چاودنه یوې اډی ته نژدی د مارکیټ په دننه کی وشوه.
ناتو د دغو عسکرو هویت نه دئ برالا کړئ، خو په دی سیمه ټول بهرني عسکر امریکایان دي.
په دغه مارکیت کی د ناتو او افغان ډیر عسکر گرځیدل.
د فرانسی خبری آژانس وایی چی طالبانو د دی چاودنی مسؤلیت په غاړه اخیستئ دئ.
بل پلو ناتو رپوټ ورکوي چی نن د افغانستان په جنوب کی د هغوی یو شمیر عسکر د یاغیانو د یوی حملی وروسته مړ شوئ دئ.
همدا شان ناتو او افغن قواوو رپوټ ورکړئ چی د وردگو په ولایت کی یی د وروستیو عملیاتو په ترڅ کی د طالبانو یو قوماندان وژلئ او یو یی ژوندئ نیولئ دئ.
او ناتو وایی چی یو بل یاغی طالب یی پرون د پکتیکا په ولایت کی نیولئ دئ.