د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا: افغانستان به تر ٢٠١۴ پورې خپل امنیت نیولو ته چمتو وي


امریکا: افغانستان به تر ٢٠١۴ پورې خپل امنیت نیولو ته چمتو وي
امریکا: افغانستان به تر ٢٠١۴ پورې خپل امنیت نیولو ته چمتو وي

امریکایي مامورین وایي، افغانستان باید چمتو شي چې تر ٢٠١۴ کال پورې خپلې امنیتي چارې پخپله سمبال کړای شي.

د امریکا د دفاع وزیررابرت گیټس او د لویو درستیزانو د کمیټی رئیس مایک مولن، وایي ناټو باید د افغانستان حکومت ته د امنیتی چارود سپارلو ټاکل شوې نیټه، په خپلې کلنۍ غونډې کې چې ددې میاشتې په اخر کې په پرتگال کې کیږي، تصدیق کړي.

ښاغلی گیټس او ښاغلی مولن نن د استرالیا د ملبورن په ښار کی خبریالانو ته په خبرو کی دا ومنله چې د ایتلاف قواوې د طالبانو د سخت بغاوت سره مخامخ دی.

نن ، برتانوی ورځپاڼی ، ټایمز، رپوټ ورکړیدی چه په افغانستان کی د امریکا او د ناټو د قواوو قوماندان جنرال دیوید پټرییس، د افغانستان ولایتي محلی قواوو ته د چارو د سپارلو تقسیم اوقات جوړ کړیدی.

دغه ورځپاڼه وایی پترییس به دغه رنگه تقسیم اوقات د نوامبر په (١٩) په لزبن کی د ناټو مشرانو ته وړاندی کړی. په دی تقسیم اوقات کی د ښایسته زیاتو ځایونو کنترول په شپږومیاشتو کی د افغانستان قواوو ته سپارل کیږي.

XS
SM
MD
LG