د لاس رسي وړ اتصالات

رابرټ ګیټس په یوه افغان کلي کې


رابرټ ګیټس په یوه افغان کلي کې
رابرټ ګیټس په یوه افغان کلي کې

د امریکا ددفاع وزیر رابرت گیتس تیره هفته په یوه خامه سړک د یو کیلومترپه اندازه په پلې تگ سره یو افغان کلي ته ولاړ چې د امریکایی پوستې سره نژدې پروت دی. دغه کلی په دې وختونو کې د طالبانو د ولکې نه خلاص شوی دی. الپسین چې د رابرت گیتس سره په دې تگ کې ملگری ؤ لیکي چې څو میاشتې مخکې دلته حتی د زغره لرونکو وسایطوسره هم تگ امکان نه درلود

مونږ د یوې امریکايي کوچنۍ پوستې نه په یوه خامه کوڅه کې چې دواړه خواوته یې د خټو دیوالونه او کروندې وې، کلي خواته روان شولو. ماشومانو د بهرنیانو د سیل لپاره د باندې وتلوؤ او په ځیرځیرسره مونږ ته کتل. کله چې د کلي منځ ته ورسیدلو، نو د کلي د جومات نه د لوډسپیکر په ذریعه د اذان غږ پورته شو. ..... د موذن غږ.....

مونږ د تابین په کلي کې یو. دا خبره د امریکا یولوړ رتبه صاحبمنصب ډگروال ډیوډ فلین وکړه. فلین وویل:

په دې کلي کې لس محلي پولیس لرو او نهه نورو پولیسو ته ځانونه کاندید کړي دي، چې اوس به یې وگورئ. دوی خپل اسناد تکمیلوي.

ډگروال فلین څرگند کړ چې دامریکا پوځیان د افغانستان د پوځ په مرسته دلته د امنیت په راوستلوکې بریالی شول او د طالبانو سره یې سخته جگړه وکړه او په نتیجه کې د قومي مشرانو سره په سلا مشوره دوی حاضرشول خپل زمن د پولیسو قوې ته ورکړي.

دا د ارغنداب وادي ده. دا په کندهار کې پخوا د طالبانویو ټینگ سنگر بلل کیده او ورته د د طالبانو د ملک زړه خطاب کیده.

د رابرت گیتس د کتنې په دوران کې د کلي په شاوخوا کې ډیرکلک امنیت نیول شوی ؤ. د افغانستان پوځ عسکرو ځای په ځای د خپلو ماشین گڼو سره ولاړ ؤ او حتی هلی کوپټرو له فضا نه وضعه څارله. خو سره ددې هم د امریکا ددفاع د وزیر په شان د یوکس امنیت ډیر د اهمیت وړ دی او امنیت یې د جمهوررئیس په شان باید ونیول شي. او دا غټه خبره ده چې دی د یوه کلي په منځ کې ودریږي او بیا د کلي د مخورو سره خبرې وکړي.

یوسپین ږیری وايي: دلته وضعه څلورمیاشتې مخکې ډیرخرابه او خطرناکه وه. بیا دلته دکلي دملک په صفت تعین شوم. نو چې تعین شوم خلکو نه مې غوښتنه وکړه چې د محلي پولیسو لپاره خپل ځامن راکړي.

گیست پوښتنه وکړه:

ایا خلک د وضعې نه اوس راضي دي؟ یوه سپین ږیري وویل: هوکې خلک اوس راضي دي.

گیتس وویل: ډیرښه ډیرښه.

ترپخوانیو شرایطو لاندې د ایتلاف د قواوو اپراتیفي قوماندان ډگرجنرال ډیوډ رودریگویز په چارو لاس پورې کړ. هغه د ارغنداب د کمپاین پلان طرح او تنظیم کړ. رودریگویز وايي:

مونږ دلته په اولو وختونو کې څو عسکرتلفات ورکړل. ولسوال ووژل شو. د پولیسوقوماندان ټپي شو. مگر اوس پولیس په سړکونو کې گرځي. اوس د جمعې ماسپښین دی او عسکرد تفریح او میلې لپاره وتلي دي. اوس ماشومان هم د لوبو لپاره وتلي دي نو دا دا معنی لري چې امنیت ټینگ دی ځکه که امنیت نه وي نو دوی نه راوځي.

د افغانانو لپاره د امنیت راتلل د نوې ستراتیژي یوه څرگنده نښه ده. دغه ستراتیژي د اوباما له خوا وړاندې شوله او بیا د جنرال ډیوډ پټیریس لخوا عملي شوه. جمهوررئیس دیرش زره نوي عسکر افغانستان ته واستول او د ایتلاف ملگرو هیوادونه یې هم د لسو زرو د زیاتو عسکرو غوښتنه وکړه ترڅو دغه ستراتیژي کار ورکړي. ایتلافي قواوو په دې بریالي شول چې په زرگونه افغان عسکر هم وروزي.

عمومی نظر دادی چې امنیتي ساحې پراخې شي، خلکو ته دا فرصت ورکړي چې د حکومت سره په مسایلو کې دخالت ولري او د افغانستان حکومت او امنیتی کسانو ته دا فرصت برابرشي چې خپلې دندې پیل کړي. دغه کار به بهرني قواوو ته دا امکان په لاس ورکړي چې د جولای د میاشتې نه وروسته په وتلو پیل وکړي او د ٢٠١۴ کال ترپایه پورې خپل ماموریت په افغانستان کې پای ته ورسوي. مامورین دا خبره مني چې وضعه په هرولایت کې توپیر لري او حتی د یوه ښارگوټي نه تربلې او د یوې کوڅې نه بلې پورې امنیتي وضعه یو شان نه ده. خوپه دې سیمه کې لږترلږه تراوسه پورې وضعه ښه ده.

د یوه کلي نه د کتنې پروگرام افغانستان کې د ښاغلي گیتس د سفر مهمه برخه وه. ښاغلي گیتس په دې جریان کې د هیلمند له ولایت نه هم کتنه وکړه او هلته د امریکا د بحري قواوو سره خبرې وکړې کومې چې د سنگین د سیند په دره کې د طالبانو سره په سختو جگړو اخته دي. گیتس وايي:

مخکې له دې چې تاسې دلته راشئ، طالبانو دلته ځانونه مضبوط کړي وو. لکه چې بریتانوي عسکرو دا خبره منلې ده چې د سنگین ولسوالي ډیره زیاته خطرناکه ده، نه یواځې په افغانستان کې بلکه په ټوله نړی کې.

امریکایی پوځ په دې وادي کې شل عسکر تلفات لري او په دوی کې د امریکا د یو جنرال عسکر ځوی هم وژل شوی دی. خو دغه سیمه د پخوا څو میاشتو په تله ډیرزیات ثبات لاس ته راوړی دی. گیتس وویل چې بحري قواوو په دې سیمه کې ستراتیژيکې بریالیتوب لاس ته راوړی دی. اوس د هیلمند او کندهار د امنیتي حوزو ترمنځ اړیکه برقراره شویده. خلکو ته زیات د عادي ژوند امکانات برابرشويد ي. خو په مقابل کې طالبانو ته د نه زغم چاپیریال منځ ته راغلی دی.

گیتس وايي:

ستاسو د افغان وروڼو په خوا کې، تاسو د بحري قوې په تاریخ کې یو بل باب خلاص کړی دی او تاسو ډیرافتخارات لاس ته راوړی دي اود غه افتخارات تاسو په خپلو وینو او خولو د سخت سروسره په مقابله کې او په سختو شرایطوگټلي دي.

ښاغلي گیتس او نورعالي رتبه افسران وايي چې ممکن طالبان کله چې هوا گرمه شي بیا کوښښ وکړي چې سیمه بیرته ترخپل کنټرول لاندې راولي.

ډگرجنرال جیسن موریس چې د بحري قواو د هغې قطعې قوماندان دی چې گیتس وکتله، وايي چې قطعه یې د سنگین په ولسوالی کې د بریتانیاني قطعاتو د حضورپه وخت کې داسې وه لکه چې د یاغیانو په بحرکې یو وړوکی ټاپو. خو په تیروڅو میاشتو کې د بحري او نوروقواوو په راتگ سره سیمې ته په وضعه کې ډیرمهم بدلون راغی. خو دی وايي چې جگړه اوس هم نه ده ختمه. موریس وايي:

مونږ په دې نظر یو چې په راتلونکو څو هفتو کې به جگړه یوځل بیا ونښلي. دوی په دې تمه دي چې کله وینې او نباتات پاڼې وباسې نو طالبان به یو ځلې بیا په زغرده کوښښ وکړي ترڅو خپله سلطه ټینگه کړي. زه تاسو ته وایم چې دوی به ددې هیلې لپاره له سختیو سره مخامخ شي.

د امریکا ددفاع وزیر دا خبره مني. هغه وايي:

زه داسې احساس کوم چې بیلې ټوټې سره یو ځای کیږي، خو زه هغه خبره کوم کومه چې مخکې کړیده. دا لاس ته راوړنې ماتیدونکې او ددې جوگه دي چې بیرته شاتگ ولري. هغه جگړه چې په دې اوړي او پسرلي کې په مخکې ده هغه به ډیره سخته وي. نو هغه وخت به دا معلومه شي چې دا پرمختگ چې مونږ کړی دی څومره ټینگیدلی شي.

داسی ښکاري لکه چې امریکايي مامورین وايي هرفصل او هرکال د افغانستان د کمپاین لپاره یولوی ازمون بلل کیږي. خو دا را روان پسرلی او کال به ډیرټاکونکي وي.

د اضافي بهرنیو او افغان عسکرو په میشته کیدلو سره، دنوې ستراتیژۍ بریالیتوب په ځنو ځایونو کې په راتلونکو میاشتو کې څرگنده شي چې ایا امنیت همداسې ټینگ پاتې کیدلی شی که نه. او همدارنگه دا به څرگنده شي چې د بهرنیو عسکرو په وتلو سره ایا خلک به کوښښ وکړي چې د حکومت خوا ونیسي یا دا چې طالبانو خواته واوړي، ایا د افغانستان حکومت او امنیتي قوې همداسې به د پرمختگ په حالت کې پاتې شي او ایا مامورین "ماتیدونکی او د شاتگ" کلمې د افغانستان د پرمختگ له پاره استعمال کړي که نه.

XS
SM
MD
LG