د لاس رسي وړ اتصالات

گیټس: د اتمر او صالح برطرفي د افغانستان کورنۍ مسئله ده


د امریکا د دفاع وزیر نن په جمهور رئیس حامد کرزي باندی د انتقاد کولو نه ډډه وکړه چی د امنیتی چارو خپل دوه هغه مهم چارواکي یی برطرفه کړی چی د امریکا ملاتړ ورسره وو.

د افغانستان د کورنیو چارو د وزیر حنیف اتمر او د ملی امنیت د رئیس امرالله صالح سره د برطرفۍ نه مخکی د امریکا زیات ملاتړ موجود وو.

ښاغلی گیتس وویل چی د هغوی برطرفی د افغانستان یوه خپله کورنۍ موضوع ده.

هغه د جمهور رئیس کرزي نه وغوښتل چی په دی څوکیو ورته وړ اشخاص وټاکي.

ښاغلی گیتس وویل چی د هغوی استعفی کیدای شی لدی امله وی چی تیره اونۍ د سولی په مشورتی جرگی باندی طالبانو یوه ناکامه حمله وکړه.

د امریکی د د فاع وزیر زیاته کړه چی د دی حملی په اړه باید هم حساب کتاب شوی وای .

د جمهور رئیس حامد کرزي دفتر پرون یو خبر لیک خپور کړ او وویل چی د دی حملی په اړه چی دغو چارواکیو کوم دلایل وړاندی کړل هغه د قناعت وړ نه وو.

جمهور رئیس کرزي د کورنیو چارو د وزارت د سرپرست پحیث منیر منگل او د ستخباراتو د ریاست د سرپرست پحیث ابراهیم سپین زاده وټاکل.

XS
SM
MD
LG