د لاس رسي وړ اتصالات

د دفاع وزیر ګیټس وایي د افغانستان لپاره د امریکا نوې تګلارې کار ورکړیدی


د امریکا د دفاع وزیر رابرت ګیټس افغانستان ته خپل دوه ورځنی سفر پرون د جمعې په ورځ پای ته ورساوه.

ګیټس وویل پدې خوښ دی چې د افغانستان لپار د امریکا هغې تګلارې کار ورکړیدی چې تیر کال د ډسمبر په میاشت کې یې اعلان کړیده. خو د دفاع وزیر ګیټس همدارنګه خبرداری ورکړ چې د کومې نتیجې ډاډ نشي ورکولی او بله دا چې ممکن امریکایي عسکر به د دوه یا درې نورو کالونو پورې مهم محاربوي عملیات وکړي.

د دفاع وزیر رابرت ګيټس د کندهار ولایت د ژیړۍ په ولسوالۍ کې د سنجارۍ په نامه هغې پوځې اډې ته ولاړ او دعسکرو سره یې وکتل چې د ځینو جګپوړه پوځي چارواکو په قول د کندهار د ولایت د دریو څخه یوه خطرناکه او ستونزمنه سیمه همدا ده. ګیټس پدغه پوځي اډو کې امریکایي عسکرو ته میډالونه ورکړل، د افغانستان دامنیتي قواوو سره یې هم وکتل او عسکرو ته یې یوه لنډه وینا هم وکړله.

ګیټس وویل چې دعسکرو نه خوښ دی.

" مالومه خبره ده چې لا ډیرکار پاتې دی، اوس هم سختې جګړه په مخکې ده خو د دغو عسکرو زړه ورتیا او جرت ما ته دا اطمینان راکوي چې دوي به کامیاب کیږي. "

ګیټس وویل چې عسکر پخپله دنده باندې ښه پوهیږي او ددې اهمیت ورته مالوم دی چې باید دافغانستان د امنیتي قواوو سره په ګډه کار وکړي او هر څومره ژر چې امکان ولري د امنیت ساتنې مسؤلیت هغوي ته وسپاري.

د دفاع وزیر ګیټس یو ځل بیا هغه خبره تکرار کړه چې د راتلونکې کال د جولای میاشت چې جمهور رییس اوباما ټاکلي ده، دا هغه نیټه ده چې د امریکایي عسکرو د شمار کمول به په تدریجي ډول پیل شي.

" مونږ پدې اند یو چې راتلونکي دوه یا درې کالونه به یو څه مشکل وي، مونږ به پدې مودې کې هڅه وکړو چې په افغانستان کې خپل نقش بدل کړو او د پوځي مامویت پر ځای به د افغانستان د امنیتي قواوو روزنې، همکارۍ او پرمختګ ته واړوو. "

ګیټس زیاته کړه همدا اوس په افغانستان کې ځینې داسې سیمې شته دي چې د امنیت استنې مسؤلیت یې افغان قواوو ته سپارل کیدی شي خو وایي چې د امریکایي عسکرو په ایستلو کې باید چې د زیات احتیاط نه کار واخیستل شي.

په عین حال کې په افغانستان کې د امریکا او ناټو قواوو عمومي قوماندان ستر جنرال ډیوډ پیټریس ویلي دي چې د امریکا د خاصو عملیاتو قواوو د طالبانو د مشرانو پر ضد خپلو حملو ته زور ورکړیدی. هغه ویلي دي چې د خاصو عملیاتو قواوو په تیرو نوي ورځو کې د څلورو زرو نه زیات عملیات کړیدي.

ګیټس وویل هیله لري چې د امریکا حکومت به د همدې کال په پای کې د افغانستان د تګلارې د ارزیابۍ پر وخت د دغې تګلاري ملاتړ وکړي.

" د دې کال د ډسمبر په میاشت کې کله چې د افغانستان لپاره د امریکا په تګلارې باندې غور کیږي، نو وبه پوښتل شي چې آیا د افغانستان تګلاره کار ورکوي او که نه، آیا مونږ په سمه خو روان یو، آیا پدې اړه شواهد شته که نه چې مونږ د پرمختګ په خوا روان یو. دا هغه څه ده چې د تګلارې د ارزیابۍ په وخت کې به په پام کې ونیول شي او هغه څه چې نن ما دلته په افغانستان کې ولیدل نو زه هیله مند یم چې دا ټول به تر هغه وخته پورې پوره کیږي. "

همدارنګه د عملیاتو په چارو کې د امریکا او ناټو د قواوو د عمومي قوماندان مرستیال ډګر جنرال ډیویډ روډریګز خبریالانو ته ویلي دي چې د همدې کال تر پایه پورې به د افغانستان په جنوب کې پرمختګ وشي خو زیاته کړې یې د دې ژمنه نشي ورکولی چې د پام وړ پرمختګ به وشي.

جنرال روډریګیز وویل طالبانو د سړک د غاړې بمونو ته زیات زور ورکړیدی او دا بمونه د هغو موادو نه جوړیږي چې د پاکستان نه افغانستان ته په قاچاق راوړل کیږي. هغه وویل د دوشنبې په ورځ د امریکا د پوځ یوه زغره لرونکی موټر په همدغه شان یو بم والوزول شو او پنځه امریکایي عسکر یې ووژل.

جنرال روډیریګز همدارنګه وویل چې طالبانو په هغو سمیو کې د خلکو په وژلو او ډارولو باندې پیل کړیدی چې افغان او نړیوالې قواوې یې د هغوي نه نیسي.

جنرال روډریز په پای کې وویل دا مشکله ده چې وویل شي په کندهار کې روان عملیات به څه وخت پای ته ورسیږي خو وایي چې د دغو عملیاتو پیل ښه دی.

XS
SM
MD
LG