د لاس رسي وړ اتصالات

ګیټس افغان ځواکونو ته د واک سپارنې پر چمتووالي د غور لپاره کابل ته تللی


جنرال پیټریس (چپ) افغانستان کې د آیساف قومندان کابل ته د ګیټس له رسیدو وروسته له هغه سره خبرې کوي.
جنرال پیټریس (چپ) افغانستان کې د آیساف قومندان کابل ته د ګیټس له رسیدو وروسته له هغه سره خبرې کوي.

د امریکا د دفاع وزیر رابرت گیټس نن دوشنبې کابل ته رسیدلې. امریکايي مامورین وايي گیټس به پدې سفر کې افغان ځواکونو ته د امنیتي چارو د سپارنې لپاره په چمتو والي غور وکړي کوم چې د جولای په میاشت کې پیل کیږي.

گیټس وايي دواړه امریکايي او افغان حکومتونه پدې همغږه دي چې دوامداره اړیکې ولري خو کله چې په کال دوه زره څوارلس کې مهاربوي عملیات ختمیږي د امریکايي پوځیانود ښکیلتیا کمول لازمي دي.گیټس امریکايي ځواکونو ته نن وویل د ځواکونه وتل به یوه کوچنئ ډله وي چې نن سبا د افغان قواو په روزنه او سلا ورکولو بوخت دي.

گیټس د یو عسکر ددی پوښتنې په ځواب کې چې اوږود مهاله پوځي همکاري به څنگه کیږي؟ گیټس وویل واشنگټن او کابل د امنیتي همکارئ په اړوند مذاکرات پیل کړي.

گیټس نن د ورځی په پای کې د جمهور رئیس حامدکرزي علاوه د نورو افغان او امریکايي چارواکو سره هم لیدنې درلودې.

XS
SM
MD
LG