د لاس رسي وړ اتصالات

گیټس: له استخباراتو نه د افشا شویو اسنادو په تحقیقاتو کې مرسته غواړو


گیټس: له استخباراتو نه د افشا شویو اسنادو په تحقیقاتو کې مرسته غواړو
گیټس: له استخباراتو نه د افشا شویو اسنادو په تحقیقاتو کې مرسته غواړو

د امریکا د دفاع وزیر رابرت ګیټس وايي چې هغه د اف بي آی یا د فدرالي تحقیقاتو د ادارې نه غوښتي دي چې د افشا شویو محرمو نظامي اسنادو د قضیې په تحقیقاتو کې ورسره مرسته وکړي تر څو د دغو سري معلوماتو د افشا کیدو لامل په ډاګه شي.

ددفاع وزیر ګیټس او د امریکا د لویو درستیزانو د کمېټې رئیس د سمندري قواوو سترجنرال مایک میولن پرون د پنجشنبې په ورځ ددغې موضوع په باب په یوه ګډ مطبوعاتي کنفرانس کې چې په پنتاګون کې دایر شوی و خبري وکړې.

د ویکي لیکس په نامه ویب پاڼې څو ورځې مخکي د افغانستان د جګړې په باب په زرګونو محرم اسناد خپاره کړل.

د امریکا د دفاع وزیر رابرټ ګیټس خبریالانو ته وویل چې هغه ستونزې چې په افشا شویو محرمو اسنادو کې یې یادونه شوې، عامه خلک د مخه لا په خبر و خو هغه ددغه معلوماتو د افشا کیدو د ممکنه تاوان مسله عادي ونه ګڼله بلکې وویل چې یادشوي معلومات نا منظم محرم او سري مسایل و.

ښاغلي ګیټس وویل:

"که ددغه اسنادو د افشا کیدو نتایجو ته د جنګ له نقطه نظره وګورو نو دې نتیجه ته به ورسېږو چې دا کار زمونږ د قواوو ، متحدینو او افغان ملګرو دپاره خطر پېښولای شي تر دې چې ښايي د نړۍ په هغه برخه کې زمونږ اړیکو او نوم ته صدمه ورسوي".

ښاغلي ګیټس وویل چې د یادشویو معلوماتو د افشا کیدو له وجې به زمونږ استخباراتي میتودونه او نظامي تاکتیکونه برملا شي.

همداشان ښاغلي ګیټس وویل چې هغه په دې باور دی چې د امریکا متحده ایالات اخلاقي مکلفیت لري چې د هغو افغانانو سره مرسته وکړي چې امنیت یې ددغو معلوماتو د افشا کیدو سره ښايي د خطر سره مخامخ شي.

ګیټس داسي وویل:

"تر هغه ځای پوري چې زه فکر کوم تر ټولو زیاته د اندېښنې وړ برخه دا ده چې آیا خلک به پر مونږ باندي اعتماد وکړي کنه؟ آیا هغه خلک به پر مونږ باندي باور وکړي چې مونږ به یې نومونه مخفي ساتو کنه او آیا نور حکومتونه به پر مونږ باندي اعتیبار وکړي چې استخباراتي معلومات او اسناد به یې زمونږ سره مخفي وي".

په عین حال کې د امریکا د لوی درستیزانو د کمېټې رئیس د سمندري قواوو سترجنرال مایک میولن وویل چې هغه د ویکي لیکس په ویب پاڼه کې د محرمو نظامي معلوماتو خپریدل او افشا کیدل غندي، دغه راز میولن د ویکی لیکس پر موسس جولین آسانجې او هر هغه چا باندي چې دغه وېب پاڼې ته یې نظامي محرم معلومات ورکړي دي، نیوکه وکړه.

ښاغلي میولن داسي وویل:

"ښاغلئی آسانجې چې هر څه وايي، وايي دي او هر څومره چې په خپل کار باندي ویاړي ویاړي دي، خو حقیقت دا دی چې دغو کسانو د دې کار په کولو سره ښايي د مخه لا زمونږ د یوه ځوان سرتیري او یا یو افغان کورنۍ ژوند د خطر سره مخامخ کړئی وي".

د نوموړو محرمو اسنادو د افشا کیدو نه مخکي د سږ کال په پیل کې ښاغلي آسانجې د امریکا غږ سره په یوې مرکه کې ویلي و چې ویب پاڼه یې د خپلو منابعیو په مخفي ساتلو او ژغورولو سره د زیاتو سختیو سره مخامخیږي.

ښاغلي ګیټس وویل چې پنتاګون د آسانجې سره په تماس کې نه دی همداشان ښاغلي ګیټس د یوه خبریال هغې پوښتنې ته هم په مستقیمه توګه ځواب ورنکړ چې آیا د ویکي لیکس او نور مطبوعاتي سرچینو نه به تحقیقات وشي چې محرم اسناد یې نشر کړي دي کنه؟

ښاغلي ګیټس داسي وویل:

"زما دریځ په دې برخه کې دا دی چې تحقیقات چې تر هر حده پوري ولاړ شي او هره زاویه چې په بر کې ونیسي ودي نیسي. او یو له هغه دلیل نه چې ولي ما د اف بي آی د رئیس نه د په دې تحقیقاتو کې د مرستې غوښتنه وکړه هم دا و چې تحقیقات په هر اړخیزه توګه ترسره شي".

دغه راز ښاغلي ګیټس وویل چې پنتاګون هم په دې خاطر چې دغه قضیه بیا د جګړې په ډګر کې تکرار نشي، په یو لړ اقداماتو لاس پوري کوي چې په لړ کې به یې پر هغو طرزالعملونو باندي کنټرول زیات شي چې له طریق یې محرم معلومات انتقالېږي. خوهغه وویل چې د امریکايي قواوو د امنیت په باب اندېښنې به په آسانۍ له منځه ولاړې نشي.

XS
SM
MD
LG