د لاس رسي وړ اتصالات

جنرال دوستم: طالبان بیا خپل امارت نه شي جوړولی


جنرال دوستم د جوزجان ولایت د درزاب او قوش تپه ولسوالیو کې د طالبانو پر وړاندې د افغان ځواکونو د عملیاتو مشرۍ کوي
جنرال دوستم د جوزجان ولایت د درزاب او قوش تپه ولسوالیو کې د طالبانو پر وړاندې د افغان ځواکونو د عملیاتو مشرۍ کوي

د افغانستان د جمهوري ریاست لومړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم له تیرو دریو ورځو راهیسې د خپلو زرګونو وسله والو سره په جوزجان ولایت کې د طالبانو په خلاف د جګړې د مشرۍ لپاره دغه ولایت ته سفر کړی دی.

جنرال عبدالرشید دوستم د چهارشنبې په ورځ د درزاب او قوش تپه ولسوالیو ته د سفر په وخت د خلکو یوې غونډې ته په وینا کې وویل چې هڅه کوي د نړیوالې ټولنې په مرسته د افغانستان څلویښت کلنۍ جګړې ته د حل لاره ولټوي.

جنرال دوستم وویل "جګړه د حل لاره نه ده، طالبان دا جګړه په هرډول مرسته چې له بهر او یا په دننه کې ورسره کیږي هغوی نه شي کولی چې په افغانستان کې خپل اماراتي حکومت جوړ کړي".

دا د افغانستان د جمهوررئیس د لومړي مرستیال په توګه د کار له پیل څخه په شمالي ولایتونو کې د طالبانو پر وړاندې د جګړې د مشرۍ لپاره دغو ولایتونو ته د جنرال عبدالرشید دوستم دوهم سفر دی.

هغه د روان کال په سر کې هم په فاریاب، سرپل او جوزجان ولایتونو کې د طالبانو په وړاندې په جګړو کې برخه اخیستې وه.

جنرال دوستم په خپله وینا کې وویل، د امریکا، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو په ګډون د نړۍ له ډیرو هیوادونو سره د افغانستان روانې جګړې ته د حل د لارو چارو په لټولو غږیدلی دی او له دغو هیوادونو څخه یې غوښتي دي چې په هغو هیوادونو باندې فشار زیات کړې، چې د هغه په وینا د طالبانو او داعش له وسله والو ډلو سره خپلې مرستې بندې کړي او په افغانستان کې لاس وهنه پای ته ورسوي.

د افغانستان د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال دفتر په یو بیان کې ویلي، چې د جوزجان په ولایت کې د جنرال دوستم په مشرۍ د عملیاتو په لړ کې د قوش تپه ولسوالۍ په بشپړه توګه د افغان امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلې ده.

خو طالبانو په یو بیان کې د جنرال دوستم د پلوي ځواکونو له خوا د قوش تپه ولسوالۍ د نیولو په باب په ځینو رسنیو کې خپاره شوي رپوټونه ناسم بللي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په استولي بیان کې ویلي، طالبانو لا هم په هغو سیمو کې خپل حضور ساتلی چې د تیرو دوو ورځو جګړو دمخه یې په دغه ولسوالۍ کې لره.

XS
SM
MD
LG