د لاس رسي وړ اتصالات

امریکايي جنرال د افغان قواوو د روزنې د زیاتېدو غوښتنه کړې


Afghan Police
Afghan Police

په افغانستان کې د ناټو د روزنیز ماموریت قومندان جنرال ویلیم کاډویل وايي له ناټو یې په افغانستان کې د زیاتو روزونکو او د روزنیز ماموریت د لا پراخېدو غوښتنه کړې چې د افغان پولیسو او ملي اردو روزنې چټکې شي او د انتقال تر مودې د ملي اردو او پولیسو د روزنې د شمېر هدف ته ورسیږي.

جنرال کاډویل چې د روان عیسیوي کال په سر کې یې د ناټو د روزنیز ماموریت چاره په غاړه اخېستې ده وايي د ناټو له مشرۍ یې په افغانستان کې د روزنې د ماموریت لپاره او په ځانګړو برخو کې د ملي اردو او د پولیسو د روزلو په اړه د زیاتو روزونکو غوښتنه کړې ده.

هغه وايي لس میاشتې مخکې یې یو زرو دوه سوه روزونکي لرل او دا مهال درې زره او پنځه سوه روزونکي لري او ورځ تر بلې ورته اړتیا پیدا کیږي.

هغه وايي د ملي اردو او پولیسو د کمیت له لوړېدو سره د هغوی د کیفیت د ښه کولو لپاره د دوی ماموریت که څه هم مؤثر دی ولې بیا هم دوی له ناټو د زیاتو فوق العاده ځانګړو روزونکو غوښتنه کړی ده چې د هوايي ځواک عسکر وروزي، لوژستیکي برخو کې زده کړې ورکړي او دا ډول د ډاکټرۍ روزنه زیاته کړي.

امریکايي جنرال د افغان قواوو د روزنې د زیاتېدو غوښتنه کړې
امریکايي جنرال د افغان قواوو د روزنې د زیاتېدو غوښتنه کړې

جنرال کاډوویل: "را تلونکي اوړي ته مونږ پنځه سوه نورو روزونکو ته اړتیا لرو، چې د ځانګړو مهارتونو لرونکي وي، چې راشي او زمونږ په ماموریت کې له مونږ سره مرسته وکړي، دا چې ملي اردو زیاتیږي او د پولیسو شمېر پراخیږي نو د روزونکو شمېر هم لوړیږي البته په راتلونکو اتلسو میاشتو کې."

د ناټو روزنیز ماموریت چې تېر کال پیل شوی دی تر دې دمه یې یوازې په تېرو لسو میاشتو کې سل زره افغان امنیتي ځواکونه روزلي او په زرګونو نور به په راتلونکو کلونو کې وروزي، ددې ماموریت قومندان وايي اوس یې هڅه دا ده چې د ملي اردو پر مسلکي توب زیات کار وشي او دوی ته د رهبرۍ زده کړې ورکړل شي چې څنګه عملیات پرته له دې چې بهرني ځواکونه پکې ښکېل وي رهبري کړي.

له جنرال کاډویل مې وپوښتل چې ایا افغان امنیتي ځواکونه به د ۲۰۱۱ کال د جون تر میاشتې وتوانیږي چې د عملیات رهبري د بهرنیو ځواکونو په نه شتون کې ترسره کړي؟

هغه وايي لا له اوسه افغان ځواکونه په ځېنو سیمو کې په خپله عملیات کوي.

جنرال کاډوویل وايي: ""پرته له کومې پوښتنې په راتلونکي اوړي کې به د اردو زیات جنګي څانګې موجودې وي، دوی به په خپلواکه توګه جګړې کوي، د دوی تجربې به زیاتې شي، زده کړې به یې ښې شي، مونږ دا ډول د دوی د رهبرۍ په پراختیا هم کار کوو، دا پروسه به وخت نیسي ترهغو چې ټول ځواکونه سمیږي نو د ۲۰۱۱ کال تر ډیسمبره اړتیا لري."

د ملي اردو او پولیسو یو شمېر عسکر چې ددې ماموریت له خوا روزل شوي وايي اوولس اوونۍ روزنې ترلاسه کوي چې په ټولو نظامي معیارونو پوه شي.

جنرال کاډویل وايي د روزنې وخت هم اوږدیږي، هغه وايي درې ډوله روزنه ورکوي لومړی د عساکرو روزنه، بیا د روزونکو روزل چې سږ کال پنځوس په سلو کې تکمیل شوي او درې د سیستم جوړول.

کاډویل په کابل کې د ملي اردو لوژستیکي ډیپو ته هم ورغی چې پدې وروستیو کې د دوی له خوا جوړه شوې، هغه وايي تېر کال یې یو اشاریه پنځه بلیونه امریکايي ډالر د ملي اردو او پولیسو د بنسټونو په رغونه مصرف کړي.

هغه وايي سږ کال ټوله توجه یې د ملي اردو د ځایونو او بنسټونو جوړولو ته اړولې ده، هغه وايي نظامي اډې یې جوړې کړي او لوژستیکي تعمیرونه یې اباد کړي دي.

کاډوویل دا ډول وايي چې پخوا به یې د ملي اردو او پولیسو البسه له نورو هیوادونو واردوله ولې اوس افغان سوداګر هڅوي چې دلته یې جوړ کړي او بیا دوی ته وسپاري.

د ۲۰۱۴ کال موده د کابل په کنفرانس کې افغان امنیتي ځواکونو ته د رهبرۍ سپارلو ته ټاکل شوې دا چې دې مودې پورې به دا ځواک وموندل شي او که نه وخت به یې وښيي.

XS
SM
MD
LG