د لاس رسي وړ اتصالات

د ۸۵ کسانو په قتل تورن نرس په عمري بند محکوم شو


آلمانی نرس نیولس هویګیل چې د ۸۵ کسانو په وژلو تورن وو، په عمري بند محکوم شو.

د آلمان د اولډنبیرګ د محکمې قاضي سبستین بیورمن نن پنجشنبه د (جون ۶) پریکړه هویګیل ته خپله فیصله واوروله او هغه یې په عمري بند محکوم کړ.

هیوګل د آلمان په اولډنبیرګ ښار کې له ۱۹۹۹ څخه ۲۰۰۲ کال پورې کار کاوه، او له ۲۰۰۳ څخه تر ۲۰۰۵ پورې په یوه بل روغتون کې کار کاوه.

محکمه وايي چې ده د ۲۰۰۰ او ۲۰۰۵ کلنو ترمنځ دا وژنې کړې دي.

که څه هم محکمې ویلي وو چې ده ۱۰۰ قتلونه کړې دي، خو هویګیل یوازې ۴۲ قتلونه منلي دي.

​نیولس هویګیل اوس ۴۳ کلن دی، د محکمې په باور دا د آلمان په تاریخ کې تر ټولو بده پیښه ده.

د صبرینا لیندویر په نوم یوه وکیله وايي زما تمه دا وه چې هویګیل ته به سزا ورکول کیږي، ځکه هر څه روښانه دي، خو قاضي وویل چې نه.

هویګیل په ۲۰۱۵ کال په دوو قتلونو تورن او بلاخره محکمې نن ورته د عمري بند سزا واوروله.

د آلمان د جزا په قانون کې څوک په عمري بند نه محکومیږي، مګر دا محکمه پرې پریکړه وکړي او لوی جرم یې کړی وي.

XS
SM
MD
LG