د لاس رسي وړ اتصالات

پر یوه جرمني باندي د ترهګرۍ تور لګیدلی دی


پر یوه جرمني باندي د ترهګرۍ تور لګیدلی دی
پر یوه جرمني باندي د ترهګرۍ تور لګیدلی دی

یو ترکي الاصله جرمني تبعه باندي دا تور لګیدلی دی چې غوښتل یې په جرمني کې پر یوه آمریکايي تعمیر باندي برید وکړي. دغه راز پر هغه باندي دا تور هم دی چې د انټرنیټ له لارې یې غوښتل چې د القاعدې د سازمان دپاره ملاتړ راجزب کړي.

۲۶ کلن کس چې ادنان نومیږي د جمعې په ورځ په فرانکفورت کې خپل د محمکمې په لومړۍ ورځ راښکاره شو.

څارنوال مایکل بورنس وايي چې مشکوک یوه ډیره خطرناکه حمله پلان کړې وه او غوښتل یې چې ملکي بې ګناه خلګ چې ده ورته کفار ویل، ووژني.

پر مشکوک باندي دا شک هم شته چې خپل په پلرني ښار اوفینباچ کې چیري چې هغه په کال ۲۰۰۹ کې ونیول شو، غوښتل یې چې چاودیدونکي مواد ټول کړي. پولیس وايي چې د هغه په کور کې یې د بم جوړونې مواد هم موندلي دي چې د انټرنیټ نه ډونلوډ شوي وه.

دغه کس په محمکه کې کوم بیان نه دی ورکړی او د اګست پر ۱۹ به یې بیا محکمه پیل شي.

XS
SM
MD
LG