د لاس رسي وړ اتصالات

د انګېلا مرکل ګوند بیا د جرمني انتخابات وګټل


چارواکي وايي د تېرو ټاکنو په پرتله سږکال رایه اچوونکي کم وو
چارواکي وايي د تېرو ټاکنو په پرتله سږکال رایه اچوونکي کم وو

په جرمني کې د یکشنبې د ورځې انتخابات واکمن محافظه کاره ګوند وګټل.

دا څلورم پرلپسې ځل دی چې د انګېلا مرکل په مشرۍ واکمن ګوند انتخابات ګټي. په دغه بري سره یو وارې بیا مېرمن مرکل د جرمني د صدراعظمۍ په څوکۍ پاتې شوه.

رویټرز خبري اژانس وايي چې د اوو کاندیدانو له ډلې یې د مېرمن مرکل ګوند ۳۳.۲ فیصده رایې وګټلې. د جرمني د سوسیال ګوند بیا ۲۲.۲ فیصده رایې وګټلې.

د جرمني د انتخاباتو د چارو مسولین وايي چې د ۲۰۱۳ کال د ټاکنو په پرتله په سږنیو ټاکنو کې رایې اچوونکي کم وو.

په جرمني کې ۶۱.۵ میلیونه خلک د رایې ورکولو حق لري چې له دغې ډلې یې د ۲۰۱۳ کال په ټاکنو کې ۴۱.۴ او د ۲۰۱۷ کال په ټاکنو کې ۴۱.۱ فیصده خلکو رایې ورکړې.

د رایې ورکولو مرکزونه د سهار په اتو بچو پرانیستل شول او د مازدیګر تر شپږو بجو پورې خلاص وو، دا چې رایه ورکوونکي کم وو، چارواکو له خلکو وغوښتل چې د رایو مرکزونو ته ولاړ شي او په انتخاباتو کې برخه واخلي.

انګلا مرکل له ۱۲ کلونو راهېسې د جرمنې صدراعظمه ده او په انتخاباي مبارزو کې یې ټېنګار کاوه چې د هغې په وخت کې جرمني نور هم پرمختګ کړی دی، اقتصاد یې ښه شوی، بېکاري په کې کمه شوې، بودیجه یې متوازنه شوې او په نړۍ کې یې ارزښت نور هم لوړ شوی دی.

XS
SM
MD
LG