د لاس رسي وړ اتصالات

جرمني کې افغان بریدگر: د خلافت اسلامیه سرتیری یم!


د جرمني د ولفسبورگ ښار د اورگاډي بریدگر پولیسو وژلی دی او د پیښې ټپیان روغتون ته انتقال شوي دي
د جرمني د ولفسبورگ ښار د اورگاډي بریدگر پولیسو وژلی دی او د پیښې ټپیان روغتون ته انتقال شوي دي

د اسلامي دولت په نامه تندلارې ډلې چې په داعش هم مشهوره ده، د یو تنکي افغان ځوان ویډیو خپره کړې چې په وینا یې، د جرمني د وروستۍ خونړۍ پیښې بریدگر و.

په دې ویډو کې، اوولس کلن هلک چې په پښتو خبرې کوي او ویل کیږي چې ریاض احمد دی، یوه چاړه په لاس کې خوځوي او وایي داسې برید یې پلان کړی چې د فرانسې پیښه له خلکو هېره شي.

د جرمني په ولفسبورگ ښار کې دغه تنکي افغان، تیره شپه څلور تنه د چاقو او ساتول په واسطه زخمیان کړل. وروسته دغه بریدگر د پولیسو لخوا په ډزو ووژل شو.

د داعش ډلې په خپل خبري اژانس "اعماق" کې د یو پیغام په خپرولو سره په جرمني کې د تیرې شپې د برید مسولیت منلی او ویلي یې دي چې دغه افغان بریدگر ددې ډلې سرتیری و.

د جرمني امنیتي مقاماتو ویلي چې د هغه افغان بریدگر له خونې څخه چې تیره شپه یې د ولفسبرگ ښار په اورگاډي کې څلور تنه په تبره او چاقو ټپي کړل په پښتو ژبه یو لیکلی یاداشت موندل شوی چې د اسلامي دولت د ډلې بیرغ په کې هم انځور شوی دی.

د مقاماتو په وینا په دې لیکنه کې بریدگر شخص د مسلمانانو د ژوند او هغه مقاومت د اړتیا په هکله چې مسلمانان یې باید پر ځای کړي لیکل شوي دي.

د جرمني د بایرن ایالت د کورنیو چارو وزیر یواخیم هیرمن ویلي "سره له دې چې د نښو نښانو له مخې ښایي بریدگر شخص یو اسلامي سخت دریځه اوسي، خو د بشپړه معلوماتو راټولول او ارزونه مهمه ده."

ښاغلي هیرمن زیاته کړه چې "هغو کسانو چې د بریدگر سره یې له نژدې تماس درلود پلټونکو ته ویلي دي چې هغه یو آرامه شخص و او داسې نه ښکاریدل چې هغه دې یو مذهبي سخت دریځه وي."

دغه بریدگر چې تر اوسه یې نوم نه دی څرگند شوی ١٧ کلن و او دوه کاله دمخه له کوم سرپرست پرته جرمني ته تللی و. هغه د تیر کال د مارچ په میاشت کې د پناه غوښتنې درخواست ورکړی و.

د مقاماتو په وینا هغه تر دوو تیرو اونیو پورې د کمه عمرو مهاجرو په استوگن ځای کې ژوند کاوه او په دې وروستیو کې د هغه د ساتنې مسؤلیت په ولفسبورگ کې یوې کورنۍ ته سپارل شوی و.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ددې پیښې په غبرگون کې ویلي دي چې دغه بریدگر په هیڅ ډول د افغاسنتان د خلکو استازیتوب نه کوي او دغه کار یې د انسان دښمنه او د انساني ارزښتونو مخالف عمل گڼلی دی. همداشان د افغان دولت او ولس په استازیتوب یې د افغانستان د ثبات او بیارغونې لپاره د جرمني د خلکو او دولت له همکاریو څخه مننه کړې ده.

XS
SM
MD
LG