د لاس رسي وړ اتصالات

د جرمني صدر اعظمه افغانستان ته تللې


د جرمني صدر اعظمه افغانستان ته تللې
د جرمني صدر اعظمه افغانستان ته تللې

د جرمني صدراعظمه انګلا میرکل د یوه نااعلان شوي سفر په ترڅ کی نن افغانستان ته تللې ده.

د هغی د دفتر په یوه خبرلیک کې راغلي چی هغه د کندز ولایت ته تللې چیری چی جرمنی قواووی دیره دي، د هغی سره په دی سفر کی د جرمنی د دفاع وزیر هم مل دی.

جرمني په افغانستان کی 4700 عسکر لري چی د ناتو په مشرۍ د ايساف په قواوو کی په خدمت بوخت دي.

د جرمني پوځ نن اعلان وکړ چی د هغوی یو عسکر چی د یوویشتو کالو عمر یی درلود د تلاشۍ د پوستی سره وویشتل شو او ووژل شو ، ویل کیدل چی دغه ډزی سهوآ شوی دي.

XS
SM
MD
LG