د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ او پوتین د جي-٢٠ غونډې په څنده کې خبرې کوي


د امریکا او روسیې جمهور رئیسان د جمعې د ورځې په ماسپښین په هامبورگ د نړۍ د شلو ستر اقتصاد لرونکو هیوادونو یا جي-٢٠ د غونډې په څنډه کې سره وگوري.

ټاکل شوې چې د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ او د روسیې جمهور رئیس ولادیمیر پوتین د جمعې د ورځې په ماسپښین د جرمني په هامبورگ ښار کې د جي شل یا د نړۍ د شلو ستر اقتصاد لرونکو هیوادونو د غونډې په څنډه کې سره وگوري.

د رویترز اژانس د رپوټ له مخې دغه دواړه مشران به د جرمني په وخت ماسپښین د جي شلو هیوادونو د نننۍ غونډې د پیل نه لږ وروسته په ٣:۴٥ دقیقو سره مخامخ خبرو ته کښیني. د جي شلو هیوادو نننۍ غونډه د اقلیم او انژۍ پر موضوعاتو څرخي.

د اسوشیتید پرس اژانس د کرملین د یوې منبع په وینا وایي چې ښاغلي ټرمپ او ښاغلي پوتین د نننۍ غونډې د پیل دمخه سره روغبړ کړی او لنډې خبرې یې کړي دي. د کرملین ویاند دیمیتري پسکوف وایي چې ښاغلی پوتین د ښاغلي ټرمپ سره د کتنې هرکلی کړی دی.

د جرمني صدراعظمه انگیلا مرکل د جي-٢٠ هیوداونو د سرمشریزې کوربنه ده. د نړۍ د ٢٠ بډائیو یا ستر اقتصاد لرونکو هیوادونو سرمشریزه هر کال ددې سازمان په یو غړي هیواد کې جوړیږي.

آغلې مرکل، د پنجشنبې په ورځ هیله څرگنده کړه چې د جي شلو هیوادونو مشران د اقلیم د بدلون او نړیوال تجارت په گډون په مختلفو موضوعگانو سره توافق وکړي.

د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ د یو لړ مسایلو په هکله د جي شلو هیوادونو د نورو مشرانو سره مخالف دی چې په هغو کې د پاریس د اقلیم موافقه شامله ده چې په ٢٠١٥ کال کې لاس لیک شوې. ښاغلي ټرمپ سپینې ماڼۍ ته له رسیدو وروسته امریکا د پاریس له موافقې نه وایستله

د جي شلو هیوادونو د غونډې په وړاندې اعتراضونه

د جي-٢٠ هیوادونو کلنۍ سرمشریزه په داسې حال کې د جرمني په هامبورگ کې پیل شوې چې د سرمایدارۍ ضد اعتراض کوونکو چې چپ اړخه ډلې او گډ وډۍ خوښونکي گروپونه په کې شامل دي د غونډې په لور سړکونه، لارې او کوڅې بندې کړي.

د جي-٢٠ غونډې پر ضد په هامبورگ ښار کې د مظاهرو یو څنډه
د جي-٢٠ غونډې پر ضد په هامبورگ ښار کې د مظاهرو یو څنډه

په هامبورگ ښار کې د پولیسو او مظاهره کوونکو ترمنځ زیاتې نښتې تیره شپه شوي دي چې ٧٥ پولیسو د ټپي کیدو خبر همورکړل شوی دی. اکثر پولیس په هغو ډبرو ټپیان شوي چې اعتراض کوونکو پرې ورولي دي. عیني شاهدان وایي چې یو شمیر مظاهره کوونکي هم ټپیان شوي.

د رپوټونو له مخې د ښار په ځنو سیمو کې مظاهره کوونکو په ورانیو لاس پورې کړی او موټرې او دکانونه یې سوزولي دي. پولیسو د اعتراض کوونکو د خورولو لپاره هوایي ډزې کړي او اوبه یې پرې شیندلي دي.

د جرمني حکومت ددې غونډې د امنیت د نیولو په مقصد ښار ته شاوخوا ٢٠ زره پولیس استولي دي. د جرمني پولیس اټکل کوي چې د جي-٢٠ ضد مظاهرو ته ښایي د ټولې اروپا نه نژدې سل زره کسان د هامبورگ ښار ته ورشي.

XS
SM
MD
LG