د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني،د سرپل ولایت د صیاد د ولسوالۍ د میرزاولنګ په سیمه کې د افغان حکومت د وسله والو مخالفانو له خوا د دغې سیمې د یو شمیر اوسیدونکو په وژل کیدو ژور خفګان څرګند کړی او د خپلو وسله والو مخالفانو له خوا یې د عامو خلکو وژنه د افغانیت، اسلامیت او انسایت د ارزښتونو بهر عمل ګڼلی دی.
جمهور رئیس محمد اشرف غني وایي چې افغان امنیتي ځواکونه به د دغې قتل عام له عاملینو څخه غچ واخلي.
ښاغلي غني وویل "ژمنه کوم چې په افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو کې زمونږ زړور بچیان به د هغوی غچ خامخا واخلي ".
د سرپل ولایتي چارواکو د ادعا له مخې د دغه ولایت د صیاد په ولسوالۍ کې د طالبانو او د اسلامي دولت یا داعش پورې تړلو د افغان حکومت وسله والو مخالفو ډلو په ګډه د دغې ولسوالۍ د میرزاونګ د سیمې د نیولو وروسته د پنځوسو په شاوخوا کې ملکي وګړي وژلي او تر ۱۵۰ پورې کورنیو غړي یې یرغمل کړي دي.
جمهور رئیس محمد اشرف غني د سه شنبې په ورځ په کابل کې په افغان امنیتي سکټور کې د فساد سره د مبارزې په اړوند یو جوړ شوي کنفرانس ته په وینا کې، په میرزاولنګ کې د ملکي وګړو وژل د افغانستان د جګړې په بڼه کې د بدلون یو تازه مثال په توګه یاد کړ او ویې ویل چې د دې بدلون علت په مخامخ جګړه کې د افغان حکومت د وسله والو مخالفانو ماتې ده.
ښاغلي غني وویل " په دې ډول چې مونږ د دې بدلون نور مثالونه په کابل، هرات اوله هغې وړاندې د غور په ولایت کې یې شاهد وو".
د سرپل ولایت د والي ویاند ذبیح الله اماني امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې په دې پیښه کې د ۵۰ څخه تر ۵۲ تنو پورې ملکي وګړي وژل شوي دي.
هغه وویل چې کیدای شي چې د تلفاتو شمیر له دې هم زیات شي، ځکه چې د ښاغلي اماني پر وینا د سیمې له مخورو او سپین ږیرو سره د ولایت د دفتر اړیکې پرې شوي دي.
همداشان د سرپل د والي ویاند وویل، چې د هغو ۱۵۰ کورنیو د غړو په اړه هم معلومات نشته چې د وسله والو له خوا د جګړې وروسته یرغمل شوي دي.
طالبانو په یو بیان کې میرزاولنګ په سیمه کې د ملکي وګړو وژل رد کړي دي.
طالبانو یو ویاند قاري محمد یوسف احمدي رسنیو ته په یو استولي بیان کې ویلي چې د دغې ډلې له خوا د غور ولایت د تیوره ولسوالۍ د نیولو پر وخت هم افغان سیمه ایزو چارواکو پر طالبانو په تیوره کې د ډاکټرانو او ناروغانو د وژلو ادعا کړې وه، خو چې کله دا ولسوالۍ د افغان ځواکونو لاس ته ورغله اوس رسنۍ هم د طالبانو پر لاس د ملکي وګړو د وژلو د خبر سپناوی نه کوي.
طالبانو ویلی چې په صیاد ولسوالۍ کې د جګړې پر مهال یو شیمر سمیه ایز پولیس یې وژل دي، خو ملکي وګړو ته هیڅ زیان نه دی رسیدلی.
تراوسه لا د دغې سیمې څخه د دغې پیښې په هکله خپلواک رأپوټونه نه دي ترلاسه شوي.