د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان او استرالیا دوه سندونه لاسلیک کړل


غني د استرالیا له مرستو مننه وکړه او ترنبل د افغانانو میړانه وستایله.
غني د استرالیا له مرستو مننه وکړه او ترنبل د افغانانو میړانه وستایله.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني استرالیا ته د خپل سفر په دوهمه ورځ د صدراعظم مالکم ترنبُل سره ولیدل او د هغه هیواد د مرستو مننه یې وکړه.

ښاغلي غني نن په خپلو په خپلو خبرو کې وویل چې استرالیا او افغانستان گډ ارزښتونه لري.

غني وویل "افغانستان ژمنه کړې ده چې د داسې اساسي قانون لاندې وخت تیر کړي چې د قانون حاکمیت په کې واکمن وي. که موږ غواړو چې ترهگرو ته ماتې ورکړو نو باید د هغو سره توپیر ولرو، او هغه توپیر مو دا دی چې موږ پر نړیوال شراکت او همکارۍ باور لرو او د نړۍ برخه د یوه بل سره تړلی دی".

غني او ټرنبل پر گڼ شمیر دوه اړخیزو موضوعوگانو خبرې وکړې او دوه اقتصادي سندونه یې لاسلیک کړل.

د استرالیا صدراعظم مالک ترنبل وویل "موږ تل ستاسې د خپلواکۍ قاطع عزم او د ترهگرۍ په وړاندې د مبارزې ستاینه کوو، او په دې لړ کې به تل ستاسې مرسته کوو".

د استرالیا ٣٠٠ نظامیان په افغانستان کې په قاطع ماموریت کې وظیفې لري.
د استرالیا ٣٠٠ نظامیان په افغانستان کې په قاطع ماموریت کې وظیفې لري.

ولسمشر غني د استرالیا د جگړې یادگار ته ورغی او د گمنام سرتیري څلي ته یې د گلانو گیډۍ کیښوده.

ولسمشر غني د یادگاري څلي مخې ته وویل "زه ستاسې څخه مننې کولو ته راغلی یم".

غني وویل "د افغانستان ټول خلک، ښځې، نر، واړه او زاړه ستاسو مننه کوي. مونږ ژمنه کوو چې ستاسې قربانۍ به نه ضایع کیږي".

استرالیا د افغانستان په جگړه کې د نړیوال ائتلاف غړی دی او درې سوه دفاعي مامورین یې په کابل کې د ناتو د قاطع ملاتړ ماموریت په چوکات کې د افغانستان حکومت سره مرسته کوي.

د جنبش روښنایي لاریون

په استرالیا کې یوشمیر افغان هزاره گانو د جنبش روشنایي په مشرۍ د ولسمشر غني پر ضد لاریون وکړ او د حکومت نه یې وغوښتل چې د هزاره گانو سره تبعیض پای ته ورسوي.

ددې اعتراضیه غونډې گډونواله نجیبه وظیفه دوست وایي چې په استرالیا کې میشت ټول هزاره گان او حتی له نیوزیلاند راغلي هزارهگان راټول شوي دي.

هغه زیاتوي "موږ راټول شوي یو چې اشرف غني دې په افغانستان کې د ټولو قومونو په وړاندې نژادي تبعیض پای ته ورسوي."

په ولسمشر غني پر ضد په لاریون کې د جنبش روشنایي ویاند داود ناجي د استرالیا د حکومت څخه د افغانستان پر حکومت د فشار اچولو غوښتنه وکړه.

ښاغًي ناجي وویل " استرالیا باید د دموکراسۍ، د بشري حقونو، جینستي مساواتو او د شفافیت لپاره پر افغان حکومت د حسابدهي او د مساوي پرمختگ په برخې کې فشار راولي."

د لاریون کوونکو یو شعار "افغانستان د هزاره گانو لپاره امن نه دی، موږ د استرالیا څخه مه باسئ".
د لاریون کوونکو یو شعار "افغانستان د هزاره گانو لپاره امن نه دی، موږ د استرالیا څخه مه باسئ".

ولسمشر غني لومړی افغان ولسمشر دی چې استرالیا ته یې رسمي کړی دی او له استرالیا وروسته اندونیزیا او سنگاپور ته ځي.

XS
SM
MD
LG