د لاس رسي وړ اتصالات

چین په بیجینگ کې د بین الافغاني غونډې په اړه غني ته معلومات ورکړل


د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره ټلیفوني خبرو کې نوموړي ته په چین کې د سولې د جوړېدونکې غونډې په اړه معلومات ورکړي دي.

د ولسمشر غني د ویاند مرستیال دواخان مینه پال د نومبر پر ۴مه «لړم۱۳مه» امریکا غږ ته وویل، چې دواړو لورو تېره شپه پر افغان ولسمشریزو ټاکنو، د سولې بهیر او د دولت او دولت د همکاریو په اړه هم خبرې کړي دي.

ښاغلي مینه پال زیاته کړه: "دواړو لورو د افغان حکومت او افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې بهیر پر مخ وړلو باندې ټینګار وکړ."

افغان ولسمشر پر داسې مهال د چین د بهرنیو چارو له وزیر سره ټیلیفوني خبرې کړي، چې ټاکل شوې په نژدې راتلونکي کې په چین کې د افغان سولې په اړه بین الافغاني غونډه وشي.

په افغان حکومت کې یوې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي نن سې شنبه امریکا غږ ته وویل، چې ټاکل شوې دغه غونډه د نومبر پر ۷مه د پنجشنبې په ورځ وشي. د هغه په وینا کیدای شي چې په دغه نېټه کې تغیر هم راشي.

که څه هم ټاکل شوې وه، چې دغه غونډه د تېرې اکتوبر میاشتې پر ۲۹مه او ۳۰مه تر سره شوې وای، خو وروسته یې د ځنډېدو راپورونه ورکړل شول.

چین په دغه غونډه کې د طالبانو د قطر دفتر د مشر ملا عبدالغني برادر په مشرۍ طالبانو ته هم د ګډون بلنه ورکړې ده.

د افغانستان د جمهوري ریاست ویاند صدیق صدیقي هم د تېرې یکشنبې په ورځ وویل، چې په دغه غونډه کې د ګډون کوونکي افغان پلاوي لېست هم چمتو شوی، چې په یو مناسب وخت کې به یې اعلان کړي.

نوموړي زیاته کړه، چې په یاد پلاوي کې د حکومت استازي هم شامل دي.

تر دې مخکې پخواني جهادي قوماندان محمد اسماعیل خان هم امریکا غږ ته ویلي و، چې ټاکل شوې په دغه غونډه کې یو ۲۵ کسیز افغان پلاوی ګډون وکړي.

XS
SM
MD
LG